نظــر

نړیوال وجهي صندوق، د غربت او نابرابرۍ لامل

د بشري تاريخ له مطالعې او څېړنې داسې انګېرل کيږي، چې بدمرغۍ تل له جګړو سره ملې راغلې دي. جګړې ابادۍ ویجاړوي، ژوندي مړه کوي،ازاد اسیرانوي، میندې بوروي، مېرمنې کونډوي او ماشومان یتیمانوي. له دې ټولو سره سره جګړې اقتصاد خرابوي، بشري قوه له منځه وړي، بې ګټې لګښتونه ډېروي، په بازار کې ناانډولي او نابرابري رامنځته کوي، کارکوونکي او کارغوښتونکي له دندو لېرې کيږي، د انفلاسیون او بې کارۍ کچه لوړيږي، په پولي واحد باور له منځه ځي او له نورو اسعارو سره د تبادلې پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.

د ځينو جګړو اغیزې خو تر پيړیو غځيږي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نړۍ په هغه بل قطب کې هم وګړي او ټولنېتر کلونو پورې کړوي. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته چې کله د اروپا ډېر هېوادونه له اقتصادي رکود او ټولنيزو ستونزو سره مخ وو او امریکا د نوي ځواک په توګه راڅرګنده شوه، له اروپایي هېوادونو سره یې په ګډه هڅې پیل کړې، چې شته اقتصادي ستونزو ته د حل لار ومومي. د امریکا او متحدینو د هڅو په پایله کې د متحدو ایالتونو په «برېټن ووډز» ښار کې یو نړیوال کانفرانس جوړ شو، چې له ۴۴ هېوادونو څخه ۷۳۰ تنو پکې ګډون کړی و، وروسته دغه کانفرانس په «برېټن ووډز کانفرانس» ونومول شو. د کانفرانس موخې د جنګ ځپلو اقتصادونو بیا رغول، نړيوالې سوداګرۍ ته وده ورکول، د پانګې راجلبول… د کانفرانس په پای کې د سوداګرۍ د نړیوالېموسسې ، نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق د ادارو د جوړېدو پرېکړه وشوه.

د نړیوال وجهي صندوق مرکز په واشنګټن کې دی، وجهي صندوق دټولو غړیو هېوادونو، چې شمېر یې ۱۸۷ هېوادونو ته رسېږي، مرکزي بانک ګڼل کیږي. نړیوال وجهي صندوق یا «آی اېم اېف» له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د «برېټن ووډز کانفرنس» په پایله کې په دې موخه منځ ته راغی چې د جنګ ځپلو هېوادونو په بیا رغونه کې مرسته وکړي، د نړیوالېسوداګرۍ پر مخ پراته خنډونه لېرې کړي، مالي ثبات رامنځ ته کړي، اړو هېوادونو ته بې تړه پورونه ورکړي او له نړۍ بېکاري او غربت ختم کړي… د دغو مرستو او پورونو ډېری برخه د شتمنو هېوادونو له لورې ورکول کيږي؛ ځکه خو پر«آی ایم اېف» تر ډېره د نړۍ د شتمنو هېوادونو لکه امریکا، انګلستان، برطانیه، جرمني او جاپان اثر و رسوخ لېدل کيږي. د امریکا متحده ایالاتپه «آی ایم اېف» کې د رايي اتلس سلنه کوټه لري او د دې لپاره چې د «آی ایم ايف» یوه پرېکړه پلي شي، باید د غړیو هېوادونو پنځه اتیا سلنه رایې خپلې کړي، نو په دې حساب سره ویلی شو چې امریکا د «آی ایم ایف» د هرې پرېکړې د وېتو کولو حق لري، او هغه پرېکړه چې د امریکا خوښه نه وي، «آی ایم اېف» یې نه شي پلي کولی، همدا لامل دی چې دغه اداره تر ډېره خپلو موخو ته ژمنه پاتې نه شوه؛ نو ځکه نه یواځې اوس خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې ده، بلکې تګلارې یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو په ځانګړي توګه په غریبو او مخ پر ودېهېوادونو منفي اغیزې لري.

کله هم چې یو اړ هېواد د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره بله لار پیدا نه کړي؛ نو نړيوال وجهي صندوق ته د پور اخیستلو لپاره لاس غځوي، پور د وجهي صندوق له لورې په خورا سختو شرطونو ورکول کیږي، چې دغه اداره ورته د رغښت د برابرونې پروګرام نوم ورکوي، چې په اصل کې د رغښت پروګرام نه، بلکې د شتمنیو هېوادونو له خوا د غریبو او بې وزلو هېوادونو د اقتصادي استثمار پروګرام دی. د پور اخیستلو شرطونه د پوروړي هېواد ټولې اقتصادي تګلارې د واشنګټن په لاس کې ورکوي. د پور اخیستلو په بدل کې نړیوال وجهي صندوق یو هېواد اړباسي، چې د نورې نړۍ سره په ازاده سوداګري وکړي او د تعارفو او مالیي کچه کمه کړي، ټولنیزي شتمنۍ د خصوصي سکتور په لاس کې ورکړي، د پولي واحد ارزښت کم کړي، د سود کچه لوړه کړي، پر هر ډول توکو سبسډي یا بسپنه بنده کړي، د حکومت لګښتونه کم کړي، په دولتي سکتور کې خلک له دندو ګوښه کړي، د کارګرو اجوره کمه کړي، توکي د خپلو خلکو د اړتیا د پوره کولو پر ځای نورو هېوادونو ته د صادراتو په موخه توليد شي… او داسې نور هغه شرطونه دي چې غریب او اړ هېوادونه د لا اقتصادي ویجاړتیا پر لور بیايي.

د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ازاد تجارت زیانونه له ګټو ډېر دي؛ ځکه چې د دې هېوادونو تولیدات نه شي کولی د پرمختللیو هېوادونو له تولیداتو سره په ازاد بازار کې مقابله وکړي. د ټکنالوجۍ او بشري قوې له مخې د مخ پر ودو هېوادونو فابريکې او کارخانې نسبتاً وروسته او تولیدات یې معیاري نه وي او بیې یې هم د پرمختللیو هېوادونو له تولیداتو څخه لوړې وي؛ نو کله چې تجارت ازاد پرېښودل شي، له نورې نړۍ څخه د مخ پر ودې هېوادونو د وارداتو کچه لوړيږي، د دغه هېواد داخلي تولیدات د مستهلیکینو له پامه غورځي، چې په پایله کی یې داخلي فابريکې او کارخانې له پښو لويږي چې ورسره په څنګ کې ډېر خلک بې کاره کیږي او کورني ناخالص تولیدات کمیږي. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ازاد تجارت یو بل زیان د حکومت په بودیجه کې کمی راتلل دي، په دې مانا چې تر ډېره د حکومتونو لګښتونه پر وارداتو د ماليې او له تعارفو څخه پر لاس ته راغلو پیسو پوره کيږي، نو کله چې سوداګري ازاده پرېښودل شي، د مالیې کچه کمیږي چې په خپل وار سره د حکومت پر بودیجې څرګند منفي اغېزه لرلی شي.همدا راز د سود د کچې لوړول یو بل افت دی، د سود کچې لوړولو سره د هغو خلکو سپما ډېريږي، چې څوک له خپل لګښته ډېرې پیسې لري؛ خو اړ خلک بیا نه شي کولی چې په اسانه پور اخېستلو ته زړه ښه کړي، د سود د کچې لوړول د دې لامل کیږي چې د ټولنې مال د یو څو شتمنو خلکو په لاسونو کې راغونډ شي.

ډېر ځله چې حکومت لګښت کموي نو د مصارفو له هغې برخې یې کموي چې د ټولنې بې وزله وګړو ته یې نسبتاً ګټه ډېره وي، لکه د روغتیا او تعلیم برخه، چې د ژوند او پرمختګ لپاره ډېر اړين دي. حکومت ډېر لږ مهال خپل پوځي او نظامي او نور بې ګټې لګښتونه کموي. د «آی اېم ایف» د رغښت د برابرونې پروګرام هر یو شرط د دې لامل کيږي، چې د پوروړي او غریب هېواد وګړي لا د بې وزلۍ پر لور ټېل وهي.

نړيوال وجهي صندوق او افریقا:

د شلمې پېړۍ د اویایمو کلونو په وروستیو او د اتیایمو کلونو په لومړیو کې نړیوال وجهي صندوق افریقا ته مخه کړه، چې د پورونو په بحران او نورو اقتصادي ستونزو کې ورسره مرسته وکړي. د ستونزو د حل لپاره یې د رغښت د برابراونې پروګرام وړاندې کړ، دې پروګرام نه يوازې ستونزې حل نه شوې کړای، بلکې لا یې کړاو ډېر کړ. په ۱۹۸۰ز کال کې د افریقایي هېوادونو د پور او کورني ناخالصو تولیداتو نسبت درویشت اعشاریه څلور سلنه و او د پورونو او صادراتو نسبت پنځه شپېته اعشاریه دوه سلنه و؛ خو د نړیوال وجهي صندوق له مداخلې لس کاله وروسته (۱۹۹۰ز) دغه سلنه په خپل وار سره ۶۳ او ۲۱۰ سلنه شوه. د پورونو د کچې لوړېدل له دې امله نه وو چې ګوندې افریقایي هېوادونو نور پور اخيستی وو، بلکې دا ډېروالی د هغه سود له امله وو چې افریقایي هېوادونو باید له پور سره ورکړی وی. د ۱۹۸۰ او ۲۰۰۰ز کلونو ترمنځ د افریقا د سب سهارا هېوادونو له ۲۴۰ بلیونه ډالرو څخه ډېر د پور د سود په حیث ادا کړي دي، چې دا اندازه د دغو هېوادونو له پور څخه څلور ځله ډېره ده. د نایجیریا د پخواني ولسمشر اوباسنجو (۱۹۹۹-۲۰۰۷) په قول د نایجیریا هېواد په ۱۹۷۸ز کال کې پنځه بلیونه ډالر په پور اخیستي و، د دغه پور په بدل کې یې تر ۲۰۰۰ز کال پورې ۱۶ بلیونه ډالر ادا کړي او ۳۱ بلیونه ډالر نور هم باید ورکړي.

د نړیوال بانک یو راپور وایي، چې په منځني ډول د افریقا په سب سهارا هېوادونو کې د یو وګړي په عاید کې په ۲۰۰۱ز کال کې د ۱۹۸۱ز په پرتله دیارلس سلنه کموالی راغلی دی، یا که په پولي حساب ووایو، په ۱۹۸۱ز کال د ۵۲۲ ډالرو څخه یې عاید په ۱۹۹۷ز کال کې ۳۲۳ ډالرو ته کم شوی دی. همدا راز د دغه راپور پر بنیاد په ۱۹۸۱ کې د افریقایي هېوادونو ۱۶۰ ملیونه وګړو ورځنی عاید یو ډالر (د غربت له کرښې ښکته) وو، خو په ۲۰۰۱ز کال کې دغه شمېره ۳۱۴ ملیونو ته لوړه شوه.

پایله:

له دې ټولو داسې مالوميږي چې د نړۍ په کچه د غربت په ډېرولو کې تر ډېره نړيوال وجهي صندوق او نړیوال بانک څرګند رول لوبولی دی. نړیوال وجهي صندوق چې کوم هېواد ته مخه کړې ده، هغه هېواد د لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شوی دی. د نړیوال وجهي صندوق تګلارې دي چې په نړیواله کچه د هېوادونو تر منځ اقتصادي ناانډولي رامنځ ته کوي او د ټولنو په کچه د وګړو تر منځ اقتصادي تعادل له منځ وړي. نړیوال وجهي صندوق اوس یوه خپلواکه اداره نه ده، اوس یې تر ټولو ډېره ګټه یو څو شتمنو هېوادونو ته، په ځانګړې توګه امریکا ته رسیږي او امریکا یې د اقتصادي استثمار لپاره استعمالوي، امریکا د همدې ادارې له لیارې په خپلو رقیبانو اقتصادي فشارونه راوړي او د یوې وسیلې په توګه ترې ګټه اخلي. نړیوال وجهي صندوق اوس نه بې تړه پورونه ورکوي او نه بې ګټې مرستې. د نړیوال وجهي صندوق پورونه بچي(سود) کوي، که یو هېواد بیا ترې هر څومره ځان خلاصوي، نو په اسانه نه خلاصیږي.

لیکوال: وسیم عثمان
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x