افغانستان

کابولوف: روسیه د افغان سولې د هڅو لپاره تیاره ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان په چارو کې د روسي ولسمشر استازی ضمیر کابولوف وايي، روسیه د دې لپاره چې افغان حکومت له خپلو مخالفینو سره رغوونکې خبرې وکړي، تیاره ده.

سپتونیک اژانس د کابولوف په حواله وايي موږ د داسې خبرو ملاتړي يو، چې شرایط د دواړو لوریو لپاره د منلو وړي.

د هغه په خبره روسیه د داسې خبرو لپاره د طرحې په نیت ټټر وهي او تیاری نیسي.

کابولوف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ټاکل شوې د روانې مرغومي میاشتې په شپاړلسمه د کابل پروسې ناسته وشي چې پکې به د سیمې د هېوادونو استازي هم برخه وال وي.

د کابولوف څرګندونې وروسته له هغه رسنیزې کېږي، چې د امریکا مرستیال ولسمشر پخپله ستراتېژي ټينګار کوي.

مايک پنس په کابل کې رسنیو ته وویل، زموږ ستراتېژي د دې وړتیا لري چې طالبانو سولې ته «اړ» کړي.

روسیه یو له هغو هېوادونو دی، چې څلور اړخیزو ناستو کې هم برخه وال و، چې دې ناستو کومې پایلې ورنه کړي.

د شنونکو په باور له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر ځای نورو هېوادونو ته لاس غځول د سولې د پروسې اوږدول او هغو هېوادونو ته د امتیازاتو بښل دي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د نورو هېوادونو له لارې طالبان سولې ته رابلل یو «غیر عاقلانه» کار دی.

د هغه په خبره باید د افغانستان په اړه هره خبره له طالبانو سره «مستقیما په احترامانه او معقولانه» ډول مطرح شي.

نوموړي له شمشاد تلویزون سره خبرو کې د سولې د هڅو لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل یو اړین کار بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x