افغانستان

سږ کال تر ۶۰ زرو ډېرو افغانانو اروپا کې د پنا غوښتنې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روان میلادي کال له پیله تر اوسه تر ۶۰ زره ډېرو افغانانو په اروپا کې د پنا غوښتنې کړې دي.

سپوږمۍ راډيو د اروپايي ټولنې د یوې ادارې له قوله وايي، په روان کال کې ۶۴ زره افغانانو ورنه غوښتنې کړې چې اروپا کې دې پنا ورکړي.

د سرچينې په قول د کال په لومړیو کې د هغو افغانانو شمېر چې د پنا غوښتنه يې کوله، ۴۰ زره و، خو تر اکتوبر میاشتې پورې ۶۴ زرو تنو ته ورسيد.

د دې ادارې له قوله ډېری پنا غوښتونکو په افغانستان کې نا امني د ځان لپار ګواښ ګڼله او هیله يې کوله دوی خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.

که څه هم د ګډ حکومت په ګډون د هغوی بهرني ملاتړي هم په افغانستان کې د ارامۍ څرګندونې کوي، خو سږ کال هم زرګونو ځوانانو له هېواده د پښو سپکولو ته زړه کړی و.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې بریتانیا او فرانسې هم په افغانستان کې د خپلو پاتې شویو افغان ملګرو اړوند اندېښنې وښودې.

دوی پخپلو حکومتونو غږ وکړ، چې په افغانستان کې له خپلو همکارانو سره باید بې وفايي ونه شي او هڅه دې وشي چې طالبانو ته پرې نه ښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x