افغانستان

امریکا د جګړې لپاره زرګونه نور عسکر رالېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکا په افغانستان کې د جګړې لپاره راتلونکي پسرلي ته زرګونه نور عسکر رالېږي.

سپوتنیک اژانس د «میلیتاری» په حواله وايي چې امریکايي پوځ غواړي دوه ډلې پوځيان افغانستان ته ولېږي.

د سرچينې په قول امریکا وروسته له هغه دا خبر ورکوي، چې جنرال نیکلسون په جګړه کې د امریکايي عسکرو مستقیمه مداخله ومنله.

دغه پوځيان چې په دوو ډلو کې به افغانستان ته ولېږل شي د کلورادو په فورت کارسون اډه کې مېشت دي.

امریکايي پوځ تر اوسه افغانستان ته د رالېږونکو پوځيانو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو د سرچينې په قول ښايي له دریو تر پنځو زرو تنو هره ډله کې شامل وي.

تېره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر هم د خپلې ستراتېژي ځانګړنې په افغانستان کې د خپلو قومندانانو د صلاحیتونو او پوځيانو د شمېر ډېرېدل یادې کړې.

امریکا سره له دې چې د جګړې لپاره د خپلو عسکرو شمېر ډېروي، هم مهاله د سولې اړوند څرګندونې هم کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په کابل کې رسنیو ته وویل، د دوی ستراتېژي به طالبان سولې ته «اړ» کړي.

د شنونکو په باور د جګړې توندېدل د حل لار نه ده، مناسبه دا ده چې د منځګړیو له لارې د سولې لپاره رښتینې هڅې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اغاجان

حق واىم حق لىکم حق خپروم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x