افغانستان

بغلان: طالبانو د يو سپين ږيري قاتل قصاص کړ

يو تن چې، بغلان ولايت کې د يو سپين ږيري له وژلو وروسته د طالبانو سيمې ته تښتېدلی و، طالبانو په د خلکو تر مخه قصاص کړ.
دغه قاتل چې قربان نوميده، د رحم خدا په نوم يو تن يې پرون د بغلان ولايت برکه کلي فلول ولسوالۍ کې وژلی وه او له پيښې وروسته تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ ته تښتېدلی و.
د برکه ولسوالۍ امنيه قومندان مل پاسوال عبدالمجيد وايي، چې د رحم خدا له وژلو وروسته دوی د قاتل لټون پيل کړ، ولې ده د طالبانو سيمې ته پناه يوړه، چې هلته طالبانو ونيولو او د رحم خدا د وارثانو او نورو ولسي خلکو په حضور کې قصاص کړ.
د وژل شوي رحم خدا يو نژدې خپلوان سيد نسيم وايي، چې قربان نومي قاتل رحم خدا څخه ۳۰ زره افغانۍ او يوه اسپه غلا کړې او هغه يې و واژه.
نوموړي طالبانو څخه مننه وکړه، چې ډېر زر یې د دوی قاتل ونيو او د دوی د کورنۍ او خپلوانو زړونه يې يخ کړل.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نوموړی قاتل د ملي اردو عسکر و، چې د يو سپين ږيري له وژلو وروسته د دوی ملګرو قصاص کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x