
نور: عبدالله عبدالله «د لستوڼي مار» وخوت
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ارګ او بلخ تر منځ له اوونۍ ناندرۍ وروسته نن د بلخ واکمن عطامحمد نور یو ځل بیا ګډ حکومت ته ګواښ وکړ، چې والي وم او والي به یم.
عطامحمد نور پخپلو خبرو کې عبدالله عبدالله د خپل ځان، د ده په خبره د «ملي اتل» د کورنۍ او د پنجشیر پر وړاندې د لستوڼي مار یاد کړ.
هغه چې نن په مزارشریف کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د عبدالله عبدالله «غاښونه تېره شوي او د خدای په مرسته به يې ور مات کړم.»
نوموړي عبدالله عبدالله پخپلو مټو واک ته رسېدلی وګاڼه او په وینا يې ان کاندېدو ته هم ده هڅولی دی.
نور محمد اشرف غني په مقابل لوري کې یاد کړ او په خبره يې هغه که هر څه وايي، حق لري، ځکه چې د ټاکنو په وخت کې يې هم پر وړاندې ولاړ و او د حکومت جریان کې يې هم ورته زړه تش کړی دی.
نوموړي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې که يې شرطونه ونه منل شي، نو د حکومت تر پایه به د بلخ والي پاتې شي.
ارګ تېره اوونۍ د عطا نور د استعفا د منل کېدو خبر ورکړ او پر ځای يې انجینر محمد داود د بلخ والي وټاکه.
دم ګړۍ د عطامحمد نور مرستیال محمد بشیر توحيدي د ولایت چارې پر مخ وړي، انجینر داود ویلي که حکومت ورته امر وکړي، کار به پیل کړي.
موژ خو دير پخوا دغه ويل خو تا نه منل اوس پوهـ شوي يي آلبته چي تاسي تول يو شي ياست