هر کال نړۍ کې د موسمي زوکام له کبله ۶۵۰۰۰ کسان ژوند له لاسه ورکوي. څیړنه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روغتیا نړیوال سازمان د نوي اټکلونو له مخې ویلي چې د زوکام/انفلونزا او تنفسي ناروغیو له کبله په نړۍ کې تر ۶۵۰۰۰ زرو زیات کسان ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سروې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له بیلابیلو هیوادونو څخه راټول شوي ارقامو او معلوماتو پر اساس شوې ده، او ویلي شوي چې دغه سروې په ځانګړي ډول د زوکام او تنفسي ناروغیو پر اساس شوې.

د تنفسي ناروغۍ ښکاره کیدو له کبله موسمي زوکام ناروغي پیدا کیږي چې له امله یې زرګونه کسان له مرګ سره مخ کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان اجرایوي رئیس ډاکټر پیټر سلامه د موسمي زوکام په اړه وویل چې دغه یو ډول وایروس دی، چې په اسانۍ سره د خلکو ترمنځ خپریږي، او د نړۍ په هر کونج کې پیښیږي، چې د ښکاره کیدو وروسته په یوه اونۍ کې ددې نښې ښکاریږي چې روغتیایي پاملرنې ته شدیده اړتیا لري.

سرچینه: عربي ۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د