ورزش

بیګ بیش لیګ: د محمد نبي لوبډلې پرلپسې دوهمه بریا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د محمد نبي لوبډلې بریزبین هیټ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکولو سره پرلپسې دوهمه بریا خپله کړه.

لوبه کې د محمد نبي لوبډلې پچه وګټله او بریزبین لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، بریزبین لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا غوره توپ وهنه الیکس روس ترسره کړه چې په ۴۴ توپونو یې ۴۸ منډې جوړې کړې.

د میلبورن لوبډلې لخوا غوره توپ اچونه جیک ویلډرموث ترسره کړه، چې په ۴ اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، همدرانګه محمد نبي ۲ اورې وکړې خو د کوم لوبغاړي په سوځولو بریالی نشو.

د نبي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ، ددوی لخوا غوره توپ اچونه کیمرون وایټ ترسره کړه چې ۵۱ منډې او ټام کوپر ۵۲ منډې ترسره کړې، د بریزبین لخوا په توپ اچونه کې شاداب خان غوره لوبه ترسره کړه، ده د ۴ اورونو په کولو سره ۱۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د میلبورن لوبډلې توپ اچونکی جیک ویلډرموث په غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې تیره شپه راشد خان د سیډني سټرایکرز لوبډلې په وړاندې په غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x