افغانستان

د کانونو په عوایدو کې ۲۸سلنه ډېروالی راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله د کانونو او پټرولیم وزارت په عوایدو کې ۲۸ سلنه ډېروالی راغلی او میلیونونه افغانۍ دولتي خزانې ته تللي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، تېر کال د مرکز او ولایتونو له عایداتي سرچینو څخه ۹۸۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې وې؛ خو سږ کال دغه اندازه ۷۷،۱ میلیارده افغانیو ته لوړه شوې او ۸۰ سلنه ډېروالی ښيي.

د مطفي په خبره، سږ کال د عوایدو کچه ۶ میلیارده افغانیو ته لوړه شوې، چې تېر کال ۴ میلیارده افغانۍ و.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال ۱۴۰۰ کانونه په ناقانونه توګه کیندل کېږي او ګټه یې هم یوازې د څو تنو شخصي جېبونو ته ځي.

د افغانستان د کانونو په اړه بله اندېښنه داده چې ډېری کانونه په غیر فني ډول استخراج کېږي او فني کارکوونکي په نشت حساب دي.

افغانستان په اسیا کې د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی، چې ډېری طبیعي زېرمې یې په خپل حال پاتې دي او استخراج شوي نه دي.

په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله د کانونو سمه سروې نه ده شوې؛ خو د اټکلونو له مخې په دغه هېواد کې کانونه د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت دي او د افغانستان ټولې اړتیاوې یوازې کانونه هم پوره کولی شي.

د روان کال د زمري په میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل په دغه هېواد کې پراخ کانونه دي او ټرمپ د لویدیځ شرکتونه دې ته هڅولي چې د افغانستان د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x