نظــر

اعتراف پسې اعتراف

 

یو امریکايي فعال وايي چې امریکا او ناټو هیڅ حق نه درلود چې په افغانستان برید وکړي او اشغال يې کړي، دغه فعال له پریس ټې وي سره په خبرو کې وویل چې ناټو او امریکا د زر او زور په واسطه غواړي چې جنګونه ډېر کړي.

کنث اوکیف د امریکايي پوځ پخوانی غړی چې اوس دجګړې ضد دفعالانو ملګری دی، وايي: (افغانان د امریکا او ناټو له لاسه ځورېږي، امریکا او ناټو په هيڅ وجه دا حق نه درلود چې په افغانستان بريد وکړي، دا مو باید په یاد وي چې افغانان د القاعده شبکې دمشر اسامه بن لادن سپارلو ته حاضر وو، خو په دې شرط چې امریکا دا ورته ثابته کړي چې بن لادن د سپمټبر د یوولسمې پېښې ښکېل وو، او امریکا دا نه شوای کولای.
د امریکا فدرال پولیسو اف.بې .ای هم دا ومنله چې په یاد بريد کې اسامه بن لادن هیڅ لاس نه درلود او نه موږ ثابته کړای شوه. پر همدې اساس امریکا د بريد لپاره هیڅ دلیل نه درلود.د امریکا دا برید یو غیر اخلاقي اقدام و،اوهیڅ اخلاقي توجیه نه ورته پیداکېږي. همدارنګه امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدولپاره هم هیڅ دلیل نه لري.چې په پای کې به خامخا وځي.)
نوموړي وړاندې وويل:(د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی دامریکا په ملاتړ په دې کلونو کې واکدار و،مګر هغه ښه پوهېږي چې امریکا غولولی، هغه نور د دې وضعې د دوام غوښتونکی نه دی.
هیله مند یم چې کرزی به نور نه غولېږي او له امریکا سره به امنیتي تړون نه لاسلیکوي.بې له شکه په لاسلیک سره به هغه د امریکايي عسکرو ټول هغه جنایات ور وبښل شي چې په افغانستان کې يې ترسره کړي دي.امریکا نه یواځې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې غواړي چې مقابل ونه لري او د دوی د جرمونو هیڅ پوښتنه ونه شي.
امریکا او ناټو د نړۍ د بانکدارانو د منافعو لپاره په افغانستان کې اوسي،دوی د جګړې مینه وال دي ځکه د جګړې له لارې پیسو ته ځان رسولی شي.
دوی د انسانانو ترمنځ نفاق اچوي، ځکه نقاق جګړه زېږوي او دوی په جګړه کې پیسې ګټي.ناټو د امریکا دلاس اله ده او تل به داسې استعمالېږي، ترهغو چې نړیوال دې وضعې ته بدلون ورکړي.
یومهم واقعیت دادی چې د امریکا امپراتوري نوره له منځه تلونکې ده او امریکا نشي کولای چې د نړۍ پولیس واوسي.)

ژباړن: ډاکټر عطاء محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x