افغانستان

ولسي جرګه: د ملي یووالي حکومت دې د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د ولسي جرګې غړي وايي، د ملي یووالي حکومت دې د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو اندېښنو ته ځواب وايي، ځکه حکومت تراوسه د راتلونکو ټاکنو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي نن د دغه جرګې عمومي ناستې ته وویل، خلک د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښمن دي او که د ټاکنو د څرنګوالي په اړه ملت ته معلومات ور نه کړل شي؛ نو مسوولیت یې هم حکومت ته راجع کېږي.

ده وویل، ولسي جرګه له حکومته غواړي کومې کړنلارې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره په پآم کې نیول شوي، باید د خلکو د اندېښنو د لرې کولو لپاره له ملت سره شریکې شي.

نوموړي زیاته کړه، ولسي جرګې تراوسه د ټاکنو په اړه خپل بې پرې توب ښودلی؛ خو د حکومت د اوسنیو تشکیلاتو او کاغذي تذکرو له مخې د ټاکنو کول زموږ نه، بلکې د حکومت مسوولیت دی.

ولسي جرګه داسې مهال د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنه ښودلې، چې څو اوونۍ وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و، چې راتلونکي ټاکنې به د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

په افغانستان کې د جګړو د ډېریدو له امله ورځ تر بلې راتلونکو ټاکنو ته د خلکو اندېښنې زیاتېږي.

میاشت وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی حکومت له دندې ګوښه کړ او تراوسه دغه کمېسیون د سرپرست له لوري اداره کېږي.

په افغانستان کې د ټاکنو د څار بنسټونه هم وايي، چې د ملي یووالي حکومت د راتلونکو ټاکنو په اړه جدي نه دی.
د ملي یووالي حکومت باندې څه باندې درې کاله واوښتل او دغه حکومت په راتلونکو دوو کلونو کې باید د ولایتي شوراګانو، ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x