ورزش

فوټبال: لا لیګا لیګ سیالۍ کې میسي رونالډو مات کړ. ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اسپانیا په مشهور لا لیګا لیګ سیالۍ کې د نړۍ دوه مشهورو ستورو کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي ترمنځ لوبه کې میسي لوبډلې رونالډو لوبډلې ته په ۳.۰ ماتې ورکړه.

نن د شنبې په ورځ ریل میډریډ او بارسلونا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې په کې بارسلونا ریل میډریډ ته په ۳.۰ ماتې ورکړه.

د بارسلونا لخوا لومړی ګول لویس سواریز په ۵۴مه او دوهم ګول لیونل میسي په پینلټۍ وهلو سره په ۶۴مه او دریم ګول الیکس ویډل په ۹۰مه دقیقه کې ترسره کړ.

لا لیګا لیګ د نړۍ په کورنۍ مسلکي لوبو کې لسم مقام لري، چې د ۱۹۹۷/۹۸ کال څخه شروع شوی او هر کال دغه سیالۍ لري، دغه سیالۍ ۲۰ لوبډلې لري، چې تر دې دمه ددې سیالیو اتله لوبډله ریل میډریډ ده چې ۳۳ ځله ددې لیګ جام اتله پاتې شوې.

https://www.youtube.com/watch?v=FiajcVc74Cw

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x