افغانستان

ولسي جرګې د شکنجې د مخنیوي لومړنی قانون تصویب کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې نن د شکنجي د مخنیوي لومړنی قانون د یو لړ بدلونونو وروسته تصویب کړ او د مشرانو جرګې د تصویب او ولسمشر غني د لاسلیک وروسته به قانون وګرځېږي.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي برخې کمېسیون مشر محمد حسین شریفي وايي، په دغه قانون کې شکنجه په پوره معنی تعریف شوې او بندیانو ته هر ډول شکنجه منع شوې ده.
د ده په خبره، د شکنجې د مخنیوي قانون څلور څپرکي او ۲۱ مادې لري، چې په زندانونو او ټولنه کې هر ډول شکنجه جرم ګڼل شوې.
دی وايي، بندیانو ته اروايي، بدني، ذهني او دغه راز مستقیمه او نا مستقیمه شکنجه چې ښځې او بندیان ورسره مخ کېږي په دولتي او نادولتي کسانو له خوا کېږي شکنجه ده او جرم ګڼل کېږي.
د ولسي جرګې غړي وايي، د هېواد د اساسي قانون او جزا قانون شکنجه منع کړې؛ خو اوس د هېواد په زندانونو کې شکنجه شته او رېښې یې په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.

د بشري حقونو نړیوالې او کورنۍ ادارې هم مني، چې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو له لوري اوس هم بندیانو ته شکنجه ورکول کېږي او لسګونه بندیان د سختو شکنجو له امله مړه شوي هم دي.
د شکنجې د مخنیوي قانون تېر کال ولسمشر غني د یوه تقنیني فرمان له مخې خپور کړی و؛ خو ولسي جرګې نن تصویب کړ.
د شکنجې د مخنیوي قانون به د مشرانو جرګې له تصویب او د ولسمشر له لاسلیک وروسته پلی شي او قانون به وګرځېږي.
دوې میاشتې وړاندې د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې په خپل راپور کې ویلي وو، چې افغان زندانونه د شکنجو په مرکزونو بدل شوي دي.
یادې ادارې ویلي وو، چې په تېرو درېیو کلونو کې د څرخي پله، بغلان او میدان وردګو ولایتونو په زندانونو کې بندیانو ته له ۱۰۰۰ ډېرې شکنجې ورکړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ادارو څو ځلې ویلي، چې د کندهار امنیه قومندان اوس هم بندیانو ته شکنجې ورکوي او سلګونه بندیان یې تر شکنجو لاندې وژلي دي.
په افغان امنیتي ادارو کې د ملي امنیت پر ادارې تور پورې کېږي، چې بندیانو ته بېلابېلې شکنجې ورکوي او په زور ترې د جرمونو اعتراف اخیستل کېږي.
دوی زیاتره بندیانو ته د برېښنا شارټونه، په برقي ډنډو وهل، په مېخي تختو څملول، اوبو ته درول، بې خوبي او بېلابېلې شکنجې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x