ورزش

کرېکټ: پاکستان د نیوزېلنډ په وړاندې یو ورځینۍ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان کرېکټ بورډ د نیوزېلنډ په وړاندې د یو ورځینۍ سیالیو لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دغه سیالۍ به د نیوزېلنډ په کوربه توب د نیوزېلنډ په مختلفو لوبغالو کې ترسره شي.

لوبډله په لاندې ډول ده:

سرفراز احمد (لوبډلمشر)، اظهر علي، فخر زمان، امام الحق، بابر اعظم، شعیب ملک، محمد حفیظ، حارث سهیل، فهیم اشرف، شاداب خان، محمد نواز، محمد عامر، حسن علي، عامر یامین او رومان رئیس.

څو ورځې وړاندې د پاکستان کرېکټ بورډ د نیوزېلنډ په وړاندې د یو ورځینۍ او شل اوریزو لوبو مهالویش هم اعلان کړی و چې په کې به ۵ یو ورځینۍ او ۳ شل اوریزې لوبې ترسره شي.

لومړی یو ورځينۍ لوبه به په ۶ جنوري، دوهمه ۹، دریمه ۱۳، څلورمه ۱۶ او پنځمه لوبه به په ۱۹ جنوري ترسره شي، ورپسې د شل اوریزو لوبو مهالویش په لاندې ډول دی: لومړۍ ۲۲، دوهمه ۲۵ او درېمه لوبه په ۲۸ جنوري ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې یو ورځینۍ لوبې به سهار په ۲:۳۰ بجو او شل اوریزې به د سهار په ۷:۳۰ او ۱۰:۳۰ بجې پیل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x