fbpx

جانان ګل زی: جنرال رازق شخصي زندانونه لري او بندیان شکنجه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار د ولایتي شورا غړی جانان ګل زی وايي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق شخصي زندانونه لري او بندیانو ته بېلابېلې شکنجې ورکوي.

نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې جنرال رازق د کندهار په ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې شخصي زندانونه لري او هلته ملکي وګړو ته شکنجې ورکوي.

ده وویل، داسې اشخاص پېژني چې جنرال رازق له تېرو څو میاشتو راهیسې بندیان کړي او په شخصي زندانونو کې یې پراته دي.

ګل زي د بېلګې په توګه هغه افغان سوداګر ته اشاره وکړه، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د جنرال رازق په زندان کې دی او تراوسه یې دوسیه څارنوالۍ ته نه ده استول شوې او نه جنرال رازق د ځواب ورکولو لپاره چمتو شوی دی.

ده د سوداګر نوم وانه خیست؛ خو ویې ویل چې یو افغان سوداګر له پاکستان نه د تذکرې جوړولو لپاره کندهار ته راغلی؛ خو د امنیه قومندان له لوري ونیول شو او تراوسه ورسره بندي دی.

د کندهار د ولایتي شورا غړي وویل، جنرال رازق زیات زندانونه لري او سلګونه بندیان په کې ساتل کېږي او حتی د صحرايي محکمو امر هم همدی ورکوي.

ده وویل، دغه موضوع یې د کورنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت شورا له غړیو سره شریکه کړې؛ خو ده ته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

اته میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په یوه راپور کې هم ویلي وو، چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق شخصي زندانونه جوړ کړي، ځینې بندیان یې شکنجه کړي او خپل ځینې مخالفین هم وژلي دي.

پر جنرال رازق د شکنجې تور داسې مهال لګول کېږي، چې نن ولسي جرګې د شکنجې د مخنیوي قانون تصویب کړ او د ولسمشر غني له لاسلیک او د مشرانو جرګې له تصویب وروسته به د قانون بڼه خپله کړي.

د هېواد په ټولو زندانونو کې تراوسه بندیانو ته بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي او ان ځینې د سختو شکنجو له لاسه مړه شوي هم دي.

جنرال رازق تراوسه د جانان ګل زي د نننیو ادعاوو په باره کې کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې دا ډول څرګندونې د ده «پر ضد د مخالفینو تبلیغات» بللي وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد خالد
میلمه
محمد خالد

د دې حکومت کوم قانون عملی شوي بیا د داسی زور واکانو لکه عطا نور او عبدالرازق
زما په نظر دا دولت بلکل بې وسه او بې کفایته دی او ملت ته په تشه ډبه سر ورغوړي.