نړۍ

ایرانی قوماندان: امریکا له ایران سره د مقابلې وس نه لري

د ایران داسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک، یا سپاپاسداران د سمندري ځواکونو یوتن قوماندان وايي چې امریکا له ایران سره د مقابلې وس نه لري، نوموړي په ټینګار وویل چې امریکا نشي کولای چې د ایران په وړاندې په اسانۍ سره د پوځي ګواښ موضوع مطرح کړي.

جنرال علی فدوي له فارس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې نن امریکایان په ظاهراً د امنیت ادعا کوي خو تاریخ ښوودلې ده چې دوی په خپله د نا امنیو عامل دي.
د نوموړي په خبره د افغانستان او عراق په شمول په سیمه کې د امریکا یرغلګر سیاست ناکام شوی دی.
یاده دې له احمد نژاد وروسته د ایران او امریکا لفظي بریدونه کم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x