نظــر

نوې امنیتي تګلاره،د امریکا ګټې خوندي کوي

لیکوال: احمد یاسر

ټرامپ د ملی امنیت استراتیژي د جنوبي آسیا لپاره د دوشنبې په ورځ اعلان کړه، د تګلارې منځپانګه د امریکا ګټو خوندي کیدل، نیابتي جګړوغزیدل، په نړیوال ډګر کي د امریکا حیثیت ساتل وو او همداسي د خپلو رقباوو مهار کول یي ستر هدف وو.

د امنیتي تګلارې اعلان به د تل په شان د امریکا او د امریکا د خلکو په ګټو را څرخې او نورې نړۍ ته به له بربادی پرته بل څه ور په برخه نه کړي.

امریکا په نړیوالو موضوعاتو کي داخلیدل د عراق او افغانستان په څیر هیوادونو کي په جنګ اخته کیدل سترې نظامي اډې جوړول او د افغانستان جګړه چي تر ټولو جګړو یي اوږد مهاله جګړه ده پکښي تر اوسه اخته کیدل او ستري اقتصادي پانګونې کول له امریکا څخه لار ورکه کړي ده او د لیوني سپي په شان یو خوا بل خوا خوله لګوی.

د امریکا دوه مخی سیاست له پاکستان او هند هیوادونو سره همداسي د هند نژدې کول له افغان دولت او د پاکستان اړیکې نورې هم ترینګلي کول له افغانستان سره تر څو په سیمه کي د سیمه ایز قدرت د راپورته کیدو مخه ونیسي او همداسي د خپلو غوښتنو منلو لپاره لار هواره کړي.

افغانانو د یوې نیمې لسیزې راهیسي د امریکا د درې تنو چارواکو د استراتیژیو مرکز وو او نیابتي جګړو په مرکز بدل شوی دی د یوې نیمې لسیزي ډول ډول تګلارو پلی کیدل د افغانانو لپاره له وژنو، فساد او بربادیو پرته بل څه ور په برخه نه کړل.

لاسپوڅو چارواکیو تل د خپل بادار تګلارو ته په پټو سترګو لاسونه پورته کړي او د هغي هر کلی یی کړی دی او په افغانستان کي یي د هغې پلی کولو لپاره زمینه چمتو کړی ده، په هر رنګ ظلمونو، بمباریو او وژنو یي خوله پټه نیولې او د خپلو ګټو لپاره یي په هر څه سترګې پټي کړي دي.

افغان ولس له څو لسیزو راهیسي د لاسپوڅو چارواکو په شتون کي د پردیو تګلارو قرباني شوي دي او لا هم قرباني ورکوي او د هر ډول ناوړو پیښو شاهدان تیر شوي دي، چی امریکا د هغو هیوادونو له ډلې څخه رازي چي افغان ولس یي د استراتیژیو قربانیان دي او د ګټو لپاره یي قرباني ورکوي.

لنډه دا چي د امریکا هر ډول تګلاره نه د افغانانو په ګټه ده نه د نړیوالو اسلامي هیوادونو، تګلارې یوازي د امریکا ګتي خوندي کوي او د تل په شان د خپلو غوښتنو د پوره کیدو لپاره تګلارې جوړوې او پلي کوي یي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x