سياست، اوسنى عصر او بيلا بيل دخالص بابا په ویناوو کی

.

بسم الله الرحمن الرحیم

زما په نظر سیاست دا نه دی چی د خپل مطلب لپاره نور خلک استعمال شي، بلکی دا هغه شیطنت او طاغوتي فکر دی چی نن سبا یی بشریت ته اور لګولې،بلکی سیاست دخيرخوهۍ او حقیقت پرورۍ په لاره دځان، مال او هر څه نه تېرېدلو ته وايي او حقیقی سیاستمداران د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور یاران بللی شي. ما په راډیو کی کی تفاسیر لوستي په اخبارو او مجلو کی می مقالی

او شعرونه  خپاره  شوي، د پیام حق مجله او د وړانګې جریده “ورځپاڼه”  می چلولې، په دارالعلوم او نورو ښونځیو کی مې معلمي کړېده.

خو چېرې هم داسی نه دي شوي، چی پرون یو رنګ او نن بل رنګ وم. ته می شاهي رژیم تأیید کړی او نه می د داؤدي ظالمانه  نظام ستاينه كړې او نه مې د سرمایه دارۍ او کمونستي نظامونو د غندنې څخه خوله نېولې ده.

زه باور لرم چی د افغانستان ملت مسلمان دی او دلته به سپیڅلې اسلامي قدرت دوام کوي او بس. زه خو داسی خلکو ته حیران یم چی پرون د اسلام مدعیان وه او بیا د کفر ګوډاګي شول، چی په لېنن یی درود ویلو نن څرنګه داسلامي ملک د وزیران په حیث منلې شي او یا هغه خلک چی تراوسه یی خلک الحاد او کفر ته بلل او الله اکبر پر ځای یی د کفر شعار یعنی “هورا”  چېغه کوله څرنګه خپل امیران بللې شي عام خلک لا څه چی زه هغه عسکرو ته وایم کوم چی اسلحه یی ترلاسه کړې تاسو که په منظمه توګه قیام نشد کولای نو اقلا اسلحه راواخلۍ او اسلامي ډلې ته تسلیم شۍ، ځکه د کفر ملاتړ پخپله کفر دی.

د خالص بابا له ویناوو څخه

د خالص بابا د ابديت په لور نه

اکرام الدین کامل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.