افغانستان

محسني: د لومړنیو پایلو اړوند شکایات تراویاوو واوښتل

د ټاکنو دشکایاتو کمیسیون ویاند نادر محسني نن وویل چې تراوسه پورې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اړوند یو اویا شکایات رارسېدلي دي. د نوموړي په خبره په دې یو اویا شکایتونو کې اویا د ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا او یو بل شکایت هم د ګل اغا شیرزي له خوا ثبت شوی دی.یاد شکایتونه ډېر د کابل، لوګر، ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیا، خوست کندهار، کنړ، بلخ، بادغیس، هرات او فاریاب د رایو اچونو اړوند دي.

ټاکل شوې وه چې نن ماښام اووه بجې به د ټاکنو د پایلو اړوند دشکایتونو وروستی وخت وي، خو د ټاکنو د بشپړو پایلو د نه خپرېدو له امله څلورویشتو ساعتونو لپاره وغځيد.نادرمحسني وویل چې په راتلونکې اوونۍ کې به ټول شکایتونه وڅېړي.
ټاکل شوې ده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به د غويي په څلورویشتمه اعلان شي، د ټاکنو لومړنیو پایلو نه داسې څرګندېږي چې ښايي ټاکنې به دویم پړاو ته لاړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x