غوره ګاونډی

دکتور کفایت الله وردګ

حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایي زما د کور په ګاونډ کې د یو مجوسي کافر کور وو .

ښه ګاونډی وو .

ښه عادتونه یې درلودل .

خو بس دا خبره وه چې هغه کافر وو ما به هر وخت ا رمان کاوه چې کاش الله تعالی ده ته هدایت کړی وی او ترمرګ وړاندې په اسلام مشرف شوی وی خو دا خبره به مې چې هغه ته کوله هغه به انکار کاوه خو بیا هم لما سره ښه ګاونډی وو یو وخت هغه بیمار شو زه یې پوښتنې ته ورغلم ، کله چې زه ور ورسېدم د هغه بیماري سخته وه او داسې راته ښکاره شوه لکه د هغه چې ځانکدن وي ما ورته وویل :

څنګه یې؟

مجوسي راته وویل : بیمار یم علاج مې نشته .

بدن مې کمزور شوی دی قوت مې نشته .

قبر ته روان یم هېڅ الفت مې ورسره نشته .

په اوږده سفر روان یم هېڅ توښه راسره نشته .

باریکه لاره ده هېڅ اجازه یې راسره نشته .

ګرم اور دی لما سره یې طاقت نشته .

لوړ جنتونه دي زما پکې برخه نشته .

عادل رب دی لما سره هېڅ دلیل نشته .

دا خبرې دده په ژبه؟؟

دا خو هغه خبرې وې چې ما او نورو مسلمانانو به ده ته کولې ترڅو دی لدې خبرو متاثر شي او اسلام قبول کړي اوس مې چې له ده څخه دا خبرې واورېدې نو زما تمه پیدا شوه کېدای شي دا کس مسلمان شي نو مې ور غبرګه کړه:

بیا ولې اسلام نه قبلوې الله تعالی به دې په امن کړي ؟

راته یې وویل : شیخه کلۍ د فتاح ذات په لاس کې ده او دا ځای قلف دی (خپلې سینې ته یې لاس ونیو) بې هوښه شو …

زه زر الله تعالی ته په دعاء شوم ومې ویل : یا الله تعالی زما مالکه که ددې مجوسي ستا په وړاندې یوه نیکي هم وي یا الله تعالی د هغې په برکت دا مجوسي تر مرګ وړاندې مسلمان کړه .. ما دعاء کوله دی بې هوښه وو .

سترګې یې را خلاصې کړې ویې ویل : فتاح ذات کلۍ را ولېږله لاس د را اوږد کړه زه ددې ګواهی ورکوم چې لا اله الا الله محمد رسول الله دا کلمه یې وویله او وفات شو .

سبحان الله زمونږ مشران څومره د خلکو په غم کې وو ، یو کافر یې ګاونډی وو د هغه لپاره یې په داسې مشکل وخت کې دعاء وکوله او د هغه لپاره یې غوښتل چې الله تعالی یې مسلمان کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د