موبایل نه انځورونه او ویډیو لیږدولو چټکه، اسانه او خوندي لار

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سمارټ فون ساتلو پر مهال په دې مبایل کې هر شی انسان ته ارزښت لري، په ځانګړي ډول انځورونه او ویډیوګانې، خو کله چې مونږ مبایل بدلوو د ټولو نه لومړی فکر همدا راسره وي چې خپله ډیټا (انځورونه، ویډیوګانې او داسې نور) له لاسه ورنکړو، او په خوندي شکل یې بل ځای ته واستوو.

ددې لپاره ستاسو مخې ته داسې چټکې او اسانې لارې په نښه کوو چې وکولای شئ خپل زاړه سمارټ فون څخه نوي سمارټ فون ته په خوندي، چټکه او اسانه لاره پرته له کومې ستونزې او څه د لاسه ورکولو ډیټا واستوئ.

لومړی تاسو ته په کار دي چې له ګوګل سټور څخه ګوګل فوټو Google photos اپلیکیشن په هغه سمارټ فون کې ډاونلوډ کړئ له کوم څخه چې تاسې غواړئ ډيټا واستوئ.

له ډاونلوډیدو وروسته به په ګوګل فوټو ته ننوځئ، خپل ایمیل ادرس به ورکړئ او وردننه به شئ، کله چې تاسې دننه شئ ګوګل فوټو به په اتوماتیک شکل ستاسې انځورونه او ویډیوګانې پورته کړي، چې څومره ډیټا استوئ د هماغې په اندازه وخت به ونیسي.

له دې وروسته مو که غوښتل له زوړ موبایل څخه هر څه حذفول غواړئ، حذف یې کړئ او بیا له نوي موبایل څخه ګوګل فوټو پرانیزئ، ورننوځۍ او ټول انځورونه او ویډیوګانې ډاونلوډ کړئ.

په دې سره به تاسو وکولای شئ خپل ټول انځورونه او ویډیوګانې وګورئ، هر انځور او ویډیو که غواړئ خپل نوي سمارټ فون ته ډاونلوډ کړئ هغه انتخاب کړئ، بیا سیټینګز ته لاړ شئ او هلته “په موبایل کې خوندي کړئ” غوره کړئ.

په دې چټکه، اسانه او خوندي لاره کولای شئ خپل ټول انځورونه او ویډیوګانې پرته له کومې ستونزې بل سمارټ فون ته واستوئ، همدارنګه تاسې کولای شئ خپل کمپیوټر یا لیپټاپ کې په ورته لاره ګوګل فوټو پرانیزئ او ټول انځورونه او ویډیوګانې مو ډاونلوډ او خوندي کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د