افغانستان

کرزی: کندهار او هلمند کې دې د بهرنيو عسکرو زندانونه وتړل شي

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د هيواد په جنوب کې د ناقانونه زندانونو د موندلو د کميسون لخوا ولسمشر ته په وړاندې شوي راپور کې ويل شوي، چې هلمند او کندهار ولايتونو کې د بهرنيو عسکرو شپږ پټ زندانونه موجود دي.

د دغه کميسون مشر عبدالشکور دادرس ويلي، چې د بهرنيو عسکرو درې زندانونه هلمند او درې کندهار ولايت کې دي.

دغه پلاوي ولسمشر کرزي ته ويلي، چې د هلمند هوايي ډګر ته څېرمه د بريتانوي او امريکا يې عسکرو درې زندانونه دي او د کندهار ولايت هوايي ډګر سره نژدې هم د امريکايي عسکرو درې زندانونه موجود دي.

نوموړي پلاوي ولسمشر ته په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د هلمند او کندهار شپږو زندانونو کې سلګونه افغانان بې محکمې پراته دي، چې دوی ځينو سره پکې خبرې اترې هم کړي دي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه زياتوي، چې ولسمشر او د غونډې ګډونوالو و ويل، چې هيڅ بهرنی عسکر نشي کولای افغانستان کې شخصي او ناقانونه زندان ولري او دا کار د افغانستان د اساسي قانون سپکاوی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې ولسمشر کرزي، د ملي دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت ريس ته امر کړی، چې هيواد کې دې د بهرنيو عسکرو ټول زندانونه وتړي او په هغو کې دې د بندي افغانانو راتلونکې لپاره لازم تدابير ونيسي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکتر سپنتا ته دنده سپارلې، چې بريتانوي او امريکايي چارواکو سره پدې اړه خبرې اترې وکړي، چې ايا دوی په افغانستان کې نور شخصي زندانونه لري او کنه؟ کرزي تاکيد کړی، چې که بهرني عسکر افغانستان کې نور شخصي زندانونه لري، نو بايد ژر تر ژره يې افغان لوري ته وسپاري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x