نيوزويک: ايا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د پوټين سړی دی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا نيوزويک مجلې ویلي، د امریکا څارګرې ادارې په دې باور دي، چې ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين سړی دی.

مجله زیاتوي، چې د سپينې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي په می مياشت کې په سپينې ماڼۍ کې له روسي مسؤولينو سره د امريکا او اسرائيلو تر منځ د پټو خبرو معلومات شریک کړي دي.

د نيوزويک په باور د استخباراتو لپاره دا خبره ډېره د اندېښنه وړ ده، چې دغه امریکايي چارواکی تر اوسه هم نه دی نيول شوی او تر اوسه هم په سپينه ماڼۍ کې کار کوي.

مجلې دا روښانه کړې، چې دا امریکايي چارواکی په خپله ټرمپ دی او دغه ليدنه يې هم په سپينه ماڼۍ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لافروف سره کړې او د دغې ناستې د انځور اخيستو اجازه يوازې روسانو ته ورکړل شوې وه.

ټرمپ او باور

د مجلې په وينا د روسيې او ټرمپ پټو اړيکو په امریکا کې پراخې اندېښنې راپورته کړي، خو د اسرائيلو امنيتي مسؤولين او په امریکا کې د هغوی متحدين چارواکي دغه پېښه نه شي هېرولی او پوښتنه کوي، چې ايا ولسمشر ټرمپ د دوی د باور وړ پاتې دی که نه؟

مجلې ليکلي، چې د ۲۰۱۶م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې مداخله د امریکايي استخباراتو لپاره ښکاره ثبوت دی.

نيوزویک وايي، چې ځانګړي څېړونکي رابرټ مولر په خپلو څېړنو کې ويلي، چې د ټرمپ زوی «دويم ډونلډ» او زوم  جاريد کوشنر د روسيې له ولسمشرۍ ماڼۍ «کرملين» سره د ټرمپ سيالې هيلري کلنټن ته د زيان رسولو او ناکامولو لپاره هوکړه کړې ده.

شکونه

نيوزويک وايي، سره له دې، چې د روسيې لپاره د ټرمپ د ملګرتيا قضیه تر شکونو لاندې ده، خو د ملي امنيت د لوړپوړو چارواکو کې دا اندېښنه مخ پر زياتېدو ده، چې «ټرمپ په سپينې ماڼۍ کې د روسي ولسمشر ويلاديمير پوټين د لاس سړی دی.»

مجلې د امریکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د پخواني مشر جيمز کلابر له «سي ان ان» سره هغو خبرو ته اشاره کړې، چې ټرمپ يې «د پوټين لاسپوڅی» بللی او زياتوي، چې پوټين تر دې وړاندې د استخباراتو مهم چارواکی و او پوهېږي، چې څه ډول د ځان لپاره غلامان پيدا کړي.

مجلې دا هم ويلي، چې د ټرمپ او روسيې تر منځ د پټو اړيکو په اړه لا هم څېړنې روانې دي او زياتوي، چې ټرمپ سره د چا د زيانونو غم نشته، له ده سره يوازې د خپلو ګټو غم دی او په امریکا کې اوس د روسيې د غلامانو د خپرېدو اندېښنه مخ پر زياتېدو ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

how much your level of knowledge is down from zero.
first think about your own life.did you have some things to eat for to night,then think about your society.
united states is a super power in the world, honor president are billionair and he is elected president of usa.
shyme to publish like this uneducated in your site. think before act.

افغان
میلمه
افغان

راز مامد کاموال ځانله د افعانستان نه بلکه د امریکا په کچه او په ځانګړی دول د لیونی ټرمپ باډی ګارد او د غیږی هلکو دی . په نیوز ویک هم قاریدلی . کومه چه د امریکا ډیره مشهوره رسني ده جاسوس کاموال صاحب یی په اړه څه لیکی: [[ستای د علمیت درجه له صفر څخه هم څومره ښکته ده ؟ لمړی د خپل ژوند په اړه فکر وکړی !!! ( رسنۍ هم ژوند لری ؟ ) زیاتوی چه لمړی د خآن د پاره د ماښام ډوډی پیدا کړی بیا د خپلی ټولنی غم کوۍ ]] غلام کاموال زیاتوی [[… نور لوستل »