افغانستان

د ټاکنو کمېسیون: نړیوالو مرستندویه ادارو تراوسه هېڅ مرسته نه ده کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره تراوسه نړیوالو مرستندویه ادارو هېڅ مرسته نه ده کړې، چې دغه کمېسیون پرې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، ملګرو ملتونو تراوسه په هغو ژمنو عمل نه دی کړی، چې یاد کمېسیون سره یې د مرستو او همکاریو ژمنه کړې وه.

د صیاد په خبره، د امنیت ټینګښت، کمېسیون ته د لازمې بودیجې ورکول او رایه ورکوونکو ته د تذکرو وېش د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو هغه ژمنې دي چې کمېسیون ته یې ورکړي؛ خو تراوسه عملي شوي نه دي.

دی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه د سرپرست له لوري اداره کېږي او حکومت د خپلمنځي اختلافاتو له امله تراوسه د نجیب الله احمدزي ځای ناستی نه دی ټاکلی.

تېره ورځ د ولسي جرګې ځینو غړیو هم ویلي وو، چې حکومت د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره کومه تګلاره نه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخواني مشر فضل احمد معنوي یوه اوونۍ وړاندې ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره کومه اراده نه لري.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۶مه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x