نړۍ

د نوي صدر اعظم د ټاکلو پر مهال د ليبيا پر پارلمان وسلوال بريد شوی

نن ټکی اسيا: د ليبيا پلازمنې طرابلس کې د نوي صدراعظم د ټاکلو پر مهال د دغه هيواد پارلمان ته څېرمه وسلوالو کسانو بې شمېره ډزې وکړې.

عربي رسنۍ وايي، چې د ليبيا پارلمان کې د نوي صدر اعظم د ټاکلو لپاره تياری روان و، چې وسلوالو کسانو ناتاره ډزې پيل کړې، د پارلمان ډېری غړي د ځان ژغورلو په موخه د پارلمان شاتنۍ درواځې څخه ووتل.
عربي رسنۍ زياتوي، چې دغو وسلوالو د پارلماني وکيلانو د ډارولو په موخه ډزې وکړې او خلکو ته يې دا ښودله، چې دوی دا نوی صدر اعظم نه مني او بايد وکيلان يې له ټاکلو تېر شي.
د يادونې وړ ده، چې د روانې مياشت په لومړيو کې د ليبيا لنډ مهالي صدراعظم عبدالله التيني پر خپله کورنۍ د وسلوال بريد څخه وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه او ټاکل شوې وه، چې د ليبيا پارلمان نن خپل نوی صدر اعظم وټاکي، خو د وسلوال بريد له امله دغه ټاکنه وځنډول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x