افغانستان

کابلوف: په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو د ګرځېدو په اړه یې اندېښنه پر ځای پاتې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ويلاديمير پوتين ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، له ناټو یې د هغو چورلکو په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی، چې په افغانستان کې د داعش وسله والو ته وسلې او مهمات لېږدوي.

کابلوف له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د داعش جنګیالیو سره د ناټو د مرستې په اړه یې اندېښنه پر خپل ځای پاتې ده او ناټو په دې موضوع روسیې ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

ده ویلي، مسکو دغه موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم وړاندې کړې او اوس د ملګرو ملتونو د تفیصلي او قانع کوونکي ځواب په تمه دي.

د ضمیر کابلوف په خبره، موږ په بیا ـ بیا په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو په اړه خپله اندېښنه ناټو ته څرګنده کړې؛ خو دوی مسکو نه دی قانع کړی.

دی وايي، د افغانستان د فضا کنټرول له ناټو سره دی او په اړوند موضوع یې له ناټو معلومات غوښتي دي.

د روسیې د امنیتي برخې چارواکو وايي، چې داعش په عراق او سوریه کې ماتې خوړلې او دغه ډله په افغانستان کې پیاوړي کېږي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه وګواښي او د دوی پولو ته نفوذ وکړي.

تېره ورځ ضمیر کابلوف ویلي وو، روسیه د افغان سولې لپاره د داسې خبرو لپاره تیاره ده، چې د دواړو ډلو شرایط پکې ومنل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x