افغانستان

هرات: د ښوونکو ښارګوټي کې ۹۰ میلیونه افغانۍ چور شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هرات ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت د ښوونکو ښارګوټي کې ۹۰ میلیونه افغانۍ چور شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په هرات کې ۹۰ میلیونه افغانۍ له ښوونکو د دې لپاره راټولې شوې وې، چې د ښوونکو په ښارګوټي کې به یوه نمره ځمکه ورکول کېږي؛ خو اوس ټولې پیسې ورکې شوي دي.

د فرهاد په خبره، د ښوونکو په ښارګوټي کې د مالي فساد سربېره ۱۵۰۰جریبه ځمکه هم غصب شوې او هغو خلکو ته ورکړل شوې، چې ښوونکي نه دي او یا یې مستحق نه وو. «د ښوونکو ښارګوټي کې د ځمکې وېش هم غیر مستحقو خلکو ته شوی، ځینو رییسانو، زور واکانو او هغو خلکو ته هم یوه نمره ځمکه ورکړل شوې چې د پوهنې ریاست اړوند کارکوونکي نه وو، دغه کار د قانون خلاف دی»

فرهاد د عدلي او قضايي اورګانونو څخه وغوښتل، چې په دغه موضوع څېړنه وکړي او حق دې حقدار ته وسپاري.

د هرات د پوهنې ریاست چارواکي هم مني، چې ښوونکو ته ځانګړي شوي ښارګوټي زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې او پاتې برخه ځمکه یې هم د زور واکانو په منګولو کې ده.

په ۱۳۸۱ کال کې د هرات ښوونکو ته د یوه ښارګوټي پرانیسته په ۵۰۰۰جریبه ځمکې کې شوې ده، چې اوسمهال یې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې او پاتې یې هم برخه یې هم زور واکانو غصب کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x