افغانستان

غور کې یوه خصوصي راډیو سوځول شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د غور په مرکز کې یوه خصوصي راډیو د ناپېژانده وسله والو له لوري سوځول شوې ده.

د «سرحد» په نامه د دې راډیو مسوول سید معروف سیدي وايي، چې تېره شپه اته بجې ناپېژاده وسله والو د راډیو ودانۍ ته ننوتي او لېږدونکې دستګاه، میکسر، مایکونه او دوه پایې لپ ټاپ کمپیوټرونه یې سوځولي دي.

سیدي د غور له امنیتي چارواکو غوښتي، چې د دې پېښې عاملین پیدا او سزا دې ورکړل شي.

په غور کې د ژورنالېستانو د اتحادیې مشر عبدالقدیر غفوري د سرحد راډیو سوځول د بیان په ازادۍ برید بللی او د دغه کار عاملینو ته یې د سختې سزا ورکولو ویلي دي.

سرحد راډیو په ۱۳۹۲ کال کې په خپرونو پیل کړی و او اوسمهال سلګونه مینه‌وال پیدا کړي وو.

د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې «نی» تېره اوونۍ ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ  په رسنیو او خبریالانو د بریدو پېښې ډېري شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x