
پوټين: د اوکراين د ټولو شخړو تر شا د امريکا لاس دی
د روسيې ولسمشر ويلاد مير پوټين وايي، چې د اوکراين د ټولو شخړو او ستونزو تر شا د امريکا لاس دی او امريکا همدغه اور ته لمن وهي.
روسي رسنۍ د پوټين له قوله وايي، چې اوکراين کې څه تېريږي، له لومړۍ ورځې د دې ټولو شخړو او جګړو پلان د امريکا سي ای اې کړی دی.
پوټين زياتوي، امريکا دا فکر کاو، چې اوکراين کې بيخي يو طرفه واک ولري او دغه هيواد کې د دوی ګټې وننګوي.
روسي ولسمشر پر غربي هيوادو تور ولګاوه، چې اوکراين کې يې شخړې رامنځته کړې، د خلکو لخوا ټاکل شوی حکومت يې نسکور کړ او اوس ټوله ملامتيا پر روس اچوي، تر څو د بنديزونو لپاره پرې چانس وګوري.
د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د امريکا متحده ايالالتونو لخوا پر ۱۷ روسي شرکتونو او د پوټين پر اوو نژدې ملګرو بنديزونه ولګيدل.
د دې مقابل کې روسي چارواکو ويلي، چې که پر روس بنديزونه ولګيږي، نو دوی به هم په ډېره اسانۍ خپل غچ له امريکا او د دوی له ايتلافي ملګرو څخه واخلي.