افغانستان

د عطا نور له پرونۍ وینا وروسته د جمعیت ګوند پلاوی بلخ ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د جمعیت ګوند یو پلاوی له هغه وروسته بلخ ته رسیدلی چی د دغه ولایت لیري کړل شوی والي عطا نور تېره ورځ له خپلې دندې څخه د لاس اخیستلو څخه انکار وکړ.

د جمعیت ګوند په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد پلاوي کې صلاح الدین رباني، بسم الله محمدي او جان احمد حقجو برخوال دي، دوی غواړي چې په مزارشریف کې د عطا نور سره د روانو سیاسي حالاتو اړوند خبرې وکړي.

عطا نور هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د جمعیت ګوند د مخکښو مشرانو سره یې لیدلي او د روانو حالات تر څنګ یې پر دې خبرې سره کړي چې آینده لایحه عمل به څه وي.

نوموړي تېره ورځ بیا هم ټینګار وکړ چې هیڅ څوک هغه له دندې نه شي شړلی، ځکه چې په وینا یې ددوی ګوند د ګډحکومت نیمی برخه شریکوال دی.

نوموړي د کال ۲۰۱۴ انتخابات تر ټولو ګډوډ او خراب وبلل او وې ویل چې ددوی ګوند «جمعیت» د اوسني حکومت ته مشروعیت وربښلی، او زیاته یې کړه: ما چې د حکومت سره خبرې کړي نو هغه مي په شخصي بڼه نه دي کړي بلکې د خپل ګوند په نمایندګي مي کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دی به د بلخ ولایت ځکه له ځان سره ساتي ترڅو په دغه ولایت کې د طالبانو او داعش مخنیوی وکړي .

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي ارګ وویل چې د جنرال عطا نور استعفا یې منظوره کړې او د هغه پر ځای یې انجینر داود ټاکلی دی خو وروسته څرګنده شوه چې د عطا نور استعفا لیک پخوانی دی چې نوموړي د ځینو موافقو په بدل کې د تضمین په خاطر ارګ ته سپارلی وو خو وروسته ارګ د هغه خبرو څخه پر شا شوی او د نوموړي استعفا لیک یې له ځانه سره همدې ورځې ته ساتلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x