افغانستان

شنونکي: د عطا او ارګ ناندرۍ د بهرنیانو توطیه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ارګ او بلخ تر منځ کشمکش وروسته له هغه لا زور واخیست، چې عطامحمد نور د ارګ شریک عبدالله عبدالله د «لستوڼي مار» وباله او پر خپل دریځ يې بیا ټينګار وکړ.

د شنونکو په باور د حکومت او عطامحمد نور تر منځ روانې ناندرۍ د بهرنیانو توطیې دي.

د سیاسي چارو شنونکی او د افغان څيړنیز مشورتي مرکز مشر غلام جیلان ځواک وايي روان وضعیت د بهرنیانو د پټو او ښکاره توطیو یوه برخه ده.

نوموړي ویسا ورځپاڼې ته ویلي، دا وضعیت په ډاګه کوي چې حکومت له ولس سره «نامردانه لوبې» کوي.

د ځواک په خبره حالات ښيي چې قانون د څو اشخاصو تر برخو قربان شوی او همدا د روان حکومت تر ټولو خطرناک اړخ دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي هم د ارګ او بلخ تر منځ د کړکېچ کنټرول غواړي.

دوی که څه هم د بلخ پر وړاندې د ارګ بې وسي ویني، خو بیايې هم د عطامحمد نور او د هغه د ملګرو نیول او عدلي ارګانونو ته سپارل غوښتي دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال وايي په نظام کې شامل تخریبوونکي باید قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

عطامحمد نور تېره ورځ یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار وکړ او ويې ویل که حکومت يې شرطونه ونه مني، نو د حکومت تر پایه به د بلخ والي وي.

د ارګ له لوري د بلخ د والي په توګه معرفي شوی، انجینر محمد داود لا هم د کار د پیل لپاره د امر شېبې شېمري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x