
امریکا پر افغان خاوره نږدې شلو ورځو کې ۷۵۰هوايي بریدونه کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ستراتېژۍ د تطبیق په موخه په روانه جګړه کې د امریکايي ځواکونو هوايي بمباریو زور اخیستی.
فرانس پریس اژانس د امریکايي ځواکونو په حواله وايي چې روانه ډیسمبر میاشت کې چې یوازې درویشت ورځې يې وتلې، امریکايانو پر افغان خاوره ۷۵۱ راکټ او بمونه ورولي.
د سرچينې په قول د امریکا د نوې ستراتېژي ټوله تکیه پر هوايي بريدونه ده، چې له ملکي تلفاتو به هم خالي نه وي.
د امریکايي ولسمشر ټرمپ له لوري د نوې ستراتېژۍ تر اعلان څه موده وروسته د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو سلنه ۵۲ لوړه شوه.
که څه هم له امریکا او ناټو سره د شويو تړونونو له مخې دوی په جګړه کې د مداخلې حق نه لري، خو د دې ستراتېژۍ له مخې نه یوازې په جګړه کې اجازه ورکړل شوې، بلکې صلاحیتونه يې تر پخوا ډېر شوي دي.
تېره ورځ کابل کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم پخپلو عسکرو غږ وکړ، چې دوی له شپاړلس کاله وروسته بریا ته نږدې شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه شریک عبدالله عبدالله هم د امریکا ستراتېژي ستایلې او په وینا يې ښايي «طالبان د ماتې له وېرې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.»
د شنونکو په باور د امریکا او افغان حکومت له لوري پر جګړې ټينګار د دې ثبوت بلل کېدای شي چې دوی په افغانستان کې د سولې پلویان نه دي.