افغانستان

کاپيسا: نجراب کې د ايساف جنګي الوتکه نسکوره شوې

نن تکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی نظامي ملګرو د کاپسا ولايت نجراب ولسوالۍ کې د ايساف يوه جنګي الوتکه را غوځولې ده.
خبر زياتوي، چې نوموړې الوتکې د نجراب ولسوالۍ په سيمه کې پر طالبانو د بريد لپاره دورې وهلې، چې طالبانو پرې د درنو وسلو بريد وکړ او پر ځمکه يې را نسکوره کړه.
د سيمې خلک وايي، چې ياده الوتکه د نجراب ولسوالۍ قبر افغان نومې سيمه کې راپريوتې، چې څلور واړه سپاره کسان پکې ځای پر ځای وژل شوي دي.
ايساف او ناټو تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د هيواد په سويل کندهار ولايت تخته پل ولسوالۍ پر لرې پرته سيمه کې طالبانو د بريتانوي عسکرو يوه چورلکه ويشتې وه، چې پنځه بريتانوي عسکر پکې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x