افغانستان

بدخشان: تاجکستان له تېرو لسو ورځو راهیسې خپله پوله تړلې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې تاجکستان د بدخشان سره خپله پوله تړلې ده او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وايي، دوه اوونۍ وړاندې د یوه تاجکستاني پولیس د وژل کېدو له امله چې یوه افغان وواژه تاجکستان خپله پوله د احتجاج په ډول له افغانستان سره تړلې ده.

د نظري په خبره، تاجک پوله ساتي ځواکونه نه عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي او نه هم سوداګریزو توکو ته، چې د پولې دواړو خواوو ته یې خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

دی وايي، افغان چارواکي هڅه کوي چې له تاجک چارواکو سره د پولې د پرانیستو په اړه خبرې وکړي او دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تاجکستان دوه اوونۍ وړاندې له افغانستان سره خپله ګډه پوله د تخار، کندوز او بدخشان سره تړلې وه؛ خو دوه ورځې وړاندې یې له کندوز او تخار سره خپله پوله پرانیستې؛ خو بدخشان سره تراوسه تړلې پاتې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي وو، چې د تاجکستان سره د پولې د تړل کېدو له امله افغان سوداګرو هره ورځ ۸۰ زره ډالر زیان لیدلی دی.

افغانستان او تاجکستان ۱۳۰۰ کیلو مټره ګډه پوله د شمال او شمال ختیځ ولایتونو سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x