مسير: د حکومت اساس د قانون پر خلاف اېښودل شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه د عطامحمد نور او ارګ تر منځ روانو جنجالونو اړوند لیکلي، چې د حکومت اساس د قانون پر خلاف اېښودل شوی دی.

د ورځپاڼې په باور دا په ډاګه ده، چې عطامحمد نور ناقانونه دریځ کلک نیولی، خو ارګ هم «د قانون پر ځای په ناوړه سیاسي معاملو کې ښکېل دی.»

د سرچينې په باور که له پیله عطامحمد نور د معاملې له مخې یو سیال او رقیب نه؛ بلکې والي بلل شوی وای ستونزه به دومره نه غټېدله.

«که ولسمشر د اساسي قانون درناوی کړی وای، قانوني حکومت یې جوړ کړی وای، له عطا محمد نور سره یې د یوه والي په توګه چلند کړی وای، نه د یو سیال او رقیب په توګه، نو کله به هم دغه ډول ستونزې نه وې رامنځ ته شوې.»

مسیر د ځينو هغو شنونکو چې په روانه ناندرۍ کې ولسمشر د جمعیت اسلامي په وېشلو ویاړلی ګڼي هم تبصره کړې او په وینا يې «دې چارې حکومتولۍ او د قانون واکمنۍ ته زیان رسولی دی.»

ورځپاڼه د عطامحمد نور په لرې کولو او د انجینر داود په مقررولو کې د ارګ د پرېکړې ځنډول د حکومت حیثیتي زیان بولي: «اوس هم چې د ارګ په پرېکړه کې ځنډ راغلی او ولایت د عطا محمد نور تر کنټرول لاندې دی، د حکومت حیثیت ته زیان اوښتی دی.»

سرچينه ارګ ته مشوره ورکوي چې د «چټلو معاملو» پر ځای باید پرېکنده ګامونه واخلي، په وینا يې مسئله د نظام او شخص په لانجه اوښتې چې حکومت او حکومتولي پرې مسخره کېږي.

عطامحمد نور تېره ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې که يې شرطونه ونه منل شي، د دې حکومت تر پایه به والي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د