نظــر

د کندهار د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون په نامه

د کندهار د بشري حقوقو خپلواک کميسيون هم لوبه راسره وکړه. دوی ته مو عريضه وړاندي کړه چي زموږ هغه اسناد راته وسپاري چي پوليسو موږ وهلي او ټکولي وو. عريضه د کمېسيون سرپرست رئيس د څېړني او نظارت پر څانګي حواله کړه؛ خو؛هلته هيڅ هم نه ول. په مړو سترګو او زېړ مخ يې وويل، هغه تصويرونه او ږغونه خو ډيليټ سوي دي. په کېمره کي يې تصويرونه پر له واړول را واړول؛ جالبه دا وه چي د دوو مياشتو مخکي تصويرونه ورسره وه، خو د شلو ورځو مخکي تصويرونه چي زموږ د مظلوميت تصويرونه وه، هغه ټول دانه په دانه ډيليټ سوي ول.

آخر يې وويل، نه پوهېږم چي څنګه ډيليټ سوي دي او چا ډيليټ کړي دي.  د ښځو څانګي ته يې خبر ورکړ، هغوی هم زموږ د ثبوتونو او اسنادو په اړه بې خبري وښوده. جالبه ده؛ د بشر حقوقو له کمېسيون سره د زرګونو کسانو اسناد موجود دي خو هغه چې زموږ د مظلومیت او معصومیت دي هغه بیا ورک سوي دي.

د کندهار د بشر حقوقو د خپلواک کمېسیون ځينو مامورينو زموږ پر اسنادو او ثبوتونو معامله وکړه. د ادعا د ثبوت لپاره ځيني تصويرونه د کمېسون له کېمرې څخه Recover سول چي زما د ادعا د ثبوت شاهدي ورکوي او زما سره موجود دي.

يو بل حقيقت:

 د کندهار د بشر د حقوقو کمېسيون ځيني مامورينو را ته ويلي چي د جاجو په اړه په لسګونو قضيې د کندهار د بشر حقوقو په خپلواک کمېسيون کي ثبت دي، چي کمېسيون د کندهار محاکمو ته وړاندي کړي خو هلته خوله پر پټه سوې ده.

 مظلومو کندهاريانو!

له هر چا سره چي جاجو ظلمونه کړي دي، د يوې خور په حيث ږغ درباندي کومه چي راسئ کابل ته او د خپلو حقونو اعاده وکړئ، همدغه يې وخت دی.

په ملي شورا کي د کندهار وکيلانو!

ورسئ د بشر حقوقو کميسيون مرکزي دفتر ته او له کندهار څخه هغه په لسګونو قضيې در وغواړئ چي په حقوق بشر کي د جاجو پر ضد ثبت سوي دي. ورسئ او همدغه یې وخت دی!  د خدای لپاره او د خپل ولس لپاره دا کار وکړئ. پدغو قضيو کي ډيرې داسې سته چي خلک پر خپلو ملکيتونو تر مرګه وهل سوي، د شرعي قبالو لرونکي مځکي جاجو ورڅخه قبضه کړي او له خلکو څخه يې په زوره پيسې اخيستي دي.

هو؛ همدا ستاسو د خدمت وخت دی او پدې مسئله کې چې د اولس همکاري ونکړۍ نو به یې څه وخت کوۍ؟ له دې څخه مخکي چي جاجو او د هغه مافيا د مظلومو خلکو پاته قضيې هم وسوځي، ولاړ سئ د هغو خلکو مرسته وکړئ!  

اې کندهاريانو چي ظلم درسره سوی دی!  راسئ مرکز ته، لږ جرئت وکړئ. په پټه راسئ خو د خپل مظلوميت او د جاجو د ظلم ږغ را پورته کړئ! دلته په کابل کي پښتانه او مېړني خلک سته، تر هغوی ځانونه ورسوئ، هغوی ضرور مرسته درسره کوي، پر خپلو وکيلانو ږغ وکړئ، هغوی مو حتما تر يو ځايه رسوي.

کندهار له جاجو خلاص کړۍ! کندهاريان د جاجو له لاسه په ټيټو سترګو ژوند کوي…
 
غزل__مينه انتظار:

 موږ يو او بل د يو او بل په ژبه نه پوهېږو
د آئنده ژوند د مزل په ژبه نه پوهېږو

زه د هغه، هغه زما له تنه سر بېلوي
جګړه کوو خو د بدل په ژبه نه پوهېږو

هلته په مازي اشاره د وينو رود بهوو
چي وايې بس يې که وژل! په ژبه نه پوهېږو

که کندهار مو د «جاجو*» له لاسه چيغي وهي
که چيغي ووهي کابل، په ژبه نه پوهېږو

موږ به د «ميني انتظار» له سوزه څه ووايو
موږ د سندري او غزل په ژبه نه پوهېږو

*جاجو په کندهار کی د پوليسو يو ډېر ظالم قومندان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x