افغانستان

د هلمند چارواکو د طالبانو په ځپلو کې بهرنیانو ته سترګې نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي د طالبانو د ماتې لپاره يې د بهرنیانو شویو ژمنو ته سترګې دي.

د دې ولایت والي حیات الله حیات وايي، د امریکا د سمندري ځواکونو مشر او د سمندري قول اردو قوماندان ورته ډاډ ورکړی، چې مخالفین به ماتوي.

حیات الله حیات ازادي راډيو ته ويلي، د امریکا د سمندري ځواکونو مشر ریچارډ سپېنسر او د همدې ځواکونو د قول اردو یو قومندان رابرت نېلر هلمند ته ورغلي و او دوی ته يې د طالبانو د ځپلو ژمنې ورکړې دي.

د هغه په خبره دوی ورسره د هلمند پر وضعیت خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړی چې تر هغو به يې شا پرې نه ږدي، تر څو يې مخالفین مات شوي نه وي.

دغه امریکايي چارواکي وروسته له هغه هلمند ته سفر کوي، چې تېره لېندۍ میاشت کې هلمند د مخدره توکو د مرکزونو د له منځه وړلو په پلمه د درنو بمباریو شاهد و او ګڼ ملکي تلفات يې رامنځته کړل.

د هلمند والي که څه هم په تېرو پنځو میاشتو کې د ۳۵ «مهمو» طالبانو د وژل کېدو دعوه کوي، خو ورسره په څنګ کې پر پنځو ولسوالیو د طالبانو واک هم مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x