افغانستان

دفاع وزارت: د داعش په اړه د روسيې معلومات ناسم دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان په چارو کې د روسيې د ځانګړي استازي له څرګندونو وروسته دفاع وزارت وايي د داعش په اړه د دوی معلومات ناسم دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د ضمیر کابولوف دا څرګندونې چې دلته يې د داعشیانو شمېر ۱۰زره تنه ښوودلی ناسم دي.

وزيري وايي داعش په لومړیو کې تر شپږو – اوو زرو تنو نه اوښت، اوس يې په وینا زرګونه تنه وژل شوي او نیول شوي دي چې شمېر يې سلګونو ته راښکته شوی دی.

ضمیر کابولوف له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، داعش په افغانستان کې ۱۰ زره جنګيالي لري، چې روسيې او منځنۍ اسیا ته ګواښوونکي دي.

که څه هم ملي دفاع وزارت د زرګونو داعشیانو د وژل کېدو دعوه کوي، خو د داعش او طالب ځواکونو جګړه کې ډېری وخت دولتي ځواکونه د داعش په ملاتړ پر طالب وسله والو بريدونه کوي.

داعش په عراق او سوریه کې په ۲۰۱۴ میلادي کال رامنځته شو، چې یو کال وروسته يې په افغانستان کې هم حکومتي چارواکو د موجودیت اعلان وکړ.

ځينې شنونکي او د ولسي جرګې غړي داعش وسله وال د حکومت، امریکا او پاکستان ګډ تولید بولي، چې د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر يې د اسنادو لرلو غږ هم پورته کړه، خو خوله يې پټه کړای شوې ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x