د نن سرلیکنه

د ملا قیوم ذاکر د استعفاء په اړه د سولې شورا توقعات څومره پرځای دي؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره اونۍ ځینو رسنیو د طالبانو د نظامي کمیسیون د مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د استعفاء په اړه خبر ورکړ چې بیا وروسته طالبانو هم هغه دیوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې تائید کړه.

د سولې عالي شورا چې ډیری فعالیتونه او پروګرامونه یې په تشو خیالاتو او غیرعملي توقعاتو بناوي دښاغلی ‌ذاکر استعفاء هم د دوی په اصطلاح د سولې په ټینګښت او دطالبانو د پوځي فعالیتونو دکمښت په برخه کې مثبت پرمختګ ارزولی وه .

په دې کې شک نشته چې ملاقیوم ذاکر د طالبانو په پوځي قوماندانانو کې یو ډیر زړه ور،جدي او تجربه لرونکی قومندان دی، نوموړی د طالبانو د واکمني پرمهال د شمالي ولایتونو د جګړې د لومړۍ کرښې مسؤل وه ،په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د قندوز د سقوط پرمهال د امریکايي ځواکونو لخوا ګرفتار او ګونتنامو ته ولیږل شو، په ۲۰۰۷ کې له ګونتنامو څخه دکابل پل څرخي زندان ته راوړل شو چې وروسته له هغه ځایه هم را خلاص او بیرته له طالبانو سره یوځای شو.

سره له دې چې ملا قیوم ذاکر د طالبانو په لیکو کې له عادي مسؤلیت نه نیولې بیا د نظامي کمیسیون تر مشرۍ پوري په ډیرو مهمو دندو او هغه هم په ډیرو حساسو شرائطو کې کار کړی خو د طالبانو د تحریک د تفردي خاصیت له مخې د هغوی ټول تشکیلات او پوځي فعالیتونه هیڅکله هم په افرادو او شخصیاتو پوري مربوط نه او نه هم د افرادو اوشخصیتونو په تغیر او تبدیل او یا هم د هغوی په استعفاء ، شهادت او اسارت سره اغیزمن کیږي.

د بیلګې په توګه ۲۰۱۰ کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په اعتراف د هغوی لپاره تر ټولو خونړی کال وه چې تر ۷۱۰ زیات بهرني پوځیان د طالبانو په پوځي عملیاتو کې ووژل شول ، خو دا هغه کال وه چې د طالبانو د مشر دویم مرستیال ملا عبید الله د پاکستاني ځواکونو په زندان کې شهید شوی او لومړی مرستیال ملا برادر یې تازه نیول شوی وه.

په یوه وخت د دوو عدیم المثاله پوځي قومندانانو له لاسه ورکول هغه ضربه وه چې د طالبانو د تحریک له تأسیسه تر همدې مهال پوري هغوی کله هم د جګړې په ډګر کې ورسره نه ول مخ شوي ، خو د دې باوجود هم دغې لويي پوځي او ادارې تشې د طالبانو په پوځي فعالیتونو هیڅ اغیز نه وکړ، بلکې تر بل هر وخت زیات یې په همدې کال کې بهرنیو ځواکونو ته زیات تلفات ورواړول.

اوس هم لکه څرنګه چې د سولې عالي شورا اټکل کوي چې د ملا عبد القیوم ذاکر په استعفاء سره به د طالبانو په پوځي فعالیتونو کې کمزورتیا راشي دا ناسم اټکل دی ؛ ځکه چې تر ملا عبد القیوم ذاکر له مخه د مولوي اختر محمد عثماني ،ملا داد الله ، ملا عبید الله،ملا برادر په څیر د طالبانو نور ډیر مهم نظامي قومندانان دجګړې په ډګر کې شهیدان شوی او یا هم اسیران شوي مګر بیایې هم د طالبانو په فعالیتونو کوم منفي اثر نه دی لیدل شوی ، اوس خو ملاعبد القیوم ذاکر یواځې د پوځي کمیسیون له مشرۍ استعفاء ورکړې ، د طالبانو په نورو اجرائیوي او پوځي چاروکې د هغه مستقیم رول ، او په قیادي شورای کې د هغه عضویت کما في السابق په خپل حال ساتل شوی.

په ټولیزه توګه ویلای شو چې د طالبانو د پوځي فعالیت اساس د هغوی په مذهبي عقیدې او انګیزې پوري تړلی نه د هغوی په پوځي اشخاصو پوري ، ترڅو چې د طالبانو له افرادوسره د بهرنیو ځواکونو پرخلاف د جهادي مقاومت انګیزه موجوده وي کله به هم دهغوی په پوځي فعالیتونه کې کمزورتیا رانشي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x