فليپين کې سمندري توپان له دوو سوو زيات کسان وژلي او همدومره نور تري تم دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فليپين په جنوبي سيمو کې سمندري توپان زرګونه کورونه ويجاړ کړي او تر اوسه په کې له دوو سوو زيات کسان وژل شوي دي.

د فلپين چارواکي وايي، چې د هېواد په جنوب ټيمبين او منداوان سيمو کې سمندري توپان او ځمکې ښويدو له امله خلکو ته پرېمانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزي ادارې چارواکي وايي، چې تر اوسه ورته له دوو سوو د زياتو کسانو د وژل کېدو او د نژدې دوو سوو د تري تم کېدو خبرونه رسېدلي دي.

چارواکي وايي، چې سيمه کې د ژوند چارې په ټپه درېدلې او زيانمنو شوو خلکو ته د مرستو رسول هم ستونزمن دي.

د تېرې جمعې په ورځ د فليپين په توپان ځپلې منداوان سيمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د هوا پېژندنې اداره وايي، چې توپان لا هم په خپله چټکۍ سره روان دی او شونې ده، چې راتلونکو څو ساعتونو کې دغه توپان د ويتنام جنوبي سيمې هم زيانمنې کړي.

فليپين کې موسمي توپانونه هر کال د سيمې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړوي، خو دا ځل يې په منداوان سيمه کې د پخوا او اټکل پر خلاف زيات زيانونه اړولي او کېدای شي د خلکو مرګ ژوبله او نور زيانونه تر دې هم ډېر شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د