افغانستان

هلمند: مارجه کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د اوو ملکي وګړو ژوند واخیست.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پېښه نن سهار ۹ بجې د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کې شوې او مړه او ژوبل ټول ملکیان دي.

د ځواک په خبره، ماین پر یوه ټونس موټر چاودېدلی، ۷تنه یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

خو د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي، په پېښه کې د موټر ټوله سپرلۍ وژل شوې ده.

د نننۍ پېښې پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.
هلمند د سویلو ولایتونو څخه ناامن ولایت دی، چې په ډېرو برخو یې طالبان واکمن دي او شپږ ولسوالۍ یې تر بشپړې ولکې لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x