افغانستان

راتلونکې اوونۍ د برېښنايي تذکرو وېش پيلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): له نږدې دوه کاله ناندریو وروسته د ولسمشر دویم مرستیال وايي، راتلونکې اوونۍ به د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي.

سرور دانش نن په پلازمېنه کابل کې خبري ناستې ته وویل، وروسته له دې چې ملي شورا د ولسمشر فرمان تایید کړ، د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره بل خنډ نه دی پاتې.

تېره اوونۍ ملي شورا د ولسمشر هغه فرمان تایید کړ، چې له مخې به يې په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمې دواړه ولیکل شي.

پر همدې کلیمو نه اتفاق د لاریونونو سبب شو او ولس د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

وړمه اوونۍ د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې ويلي و، چې پلازمېنه کابل کې د تذکرو د ویش مرکزونه له تخنیکي اړخه چمتو دي.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي ویلي و، یوه اوونۍ وروسته به د تذکرو د وېش دقیقه نېټه په ډاګه کړي، چې سرور دانش راتلونکې اوونۍ کې د ویش خبر ورکړ.

د ګډ حکومت له پیله برېښنايي تذکرې هغه جنجالي موضوع وه، چې لسګونه ځله پرې رسنیز بحثونه وشول، خلک را وپارېدل او د ځینو مبصرینو په اند حکومت له همدې نه په ګټې د خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ درز هم واچاوه.

ځينو په تذکره کې د افغان پر ځای د ملیت لیکل کافي بلل او ټینګار يې کاوه چې دین هم باید ونه لیکل شي، خو ولس بیا د دې دواړو غوښتنو ضد و، چې تېره اوونۍ ملي شورا هم د دوی غږ بدرګه اود ولسمشر فرمان يې تایید کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x