
فارياب: د يوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فارياب امنيتي مسئولين وايي، د ولايت په مرکز د ميمنې ښار په يوه هوټل کې په مرموز ډول د يوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
د دغې ولايت پوليس وايي، په وژل شويو کې يوه مېرمن، يو نارينه او دوه ماشومان دي، چې تېره شپه د ميمنې ښار په يوه هوټل کې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د څېړنو مشر محمد يوسف له څېړنو وروسته رسنيو ته وويل: دغه کسان لومړی مسموم شوي او وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فارياب د عامې روغتيا د عدلي طب مسوول ډاکټر سمير عنايت د وژل شويو کسانو مسمومېدل تاييدوي وايي، د يادو کسانو له ډلې وژل شوی کس پنځه څلوېښت کاله او مېرمن يې پنځه دېرش کاله او د ماشومانو يې له يو نه تر درې کلونو پورې عمرونه دي.
د پوليسو په وينا، د دغو کسانو د وژنې په تړاو د هوټل مالک نيول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
د هوټل مالک ويلي، يادو کسانو له ځان سره د ثبت لپاره تذکرې نه لرلې خو ورته يې ويلي و چې د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ د پوګاني د سيمې اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دغو کسانو د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پوليس وايي په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
داوزیری خبیث درواغ وای اوس ٹولی دنیاتہ عملودہ دغش دہ امریکا سفی دہ زنزیرونہ یہ کہ اچبولی دہ سی ھرجای استعمالوی