نړۍ

جنوبي وزيرستان کې چاودنې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسيا: د جنوبي وزيرستان شکتوۍ نومې سيمې سره چاوديدونکو د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

چاودنه کې وژل شوي او ژوبل کسان د سيمې نژدې روغتون ته وړل شوي دي.

امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د پيښې د عاملينو د نيولو پلټنه يې پيل کړې ده.

د وژل شويو کسانو هويت او دپيښې څرګنوالی تر دې دمه ندی روښانه.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې مخکې هم ياده سيمه کې د يو پاکستاني پوځي افسر په ګډون درې تنه عام پوځيان هم وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x