افغانستان

د پکتیا د مچلغو برېښنا بند د جوړولو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پکتیا ولایت د مچلغو برېښنا بند د جوړولو تړون نن د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او پراجکټ ډېزاین ایجسنۍ کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.

اجراییه رییس وویل، د مچلغو بند جوړېدل د پکتیا د خلکو پخوانۍ هیله وه، چې نن پوره شوه.

ده وویل، له پکتیاوالو سره مو ژمنه کړې وه، چې د څټو کنډو سړک به رغوو او د مچلغو برېښنا بند به هم جوړوو، چې د سړک چارې یې بشپړې شوي او د برېښنا بند تړون نن لاسلیک شو.

اجراییه رییس وویل، د دغه بند پر وړاندې هېڅ خنډ نه شته او چارې به یې راتلونکو درېو کلونو کې بشپړې شي.

د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزارت وزیر علي احمد عثماني وویل، د مچلغو بند په جوړېدو به درې کاله وخت ولګېږي، چې د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوب ترڅنګ به برېښنا هم تولید کړي.

د عثماني په خبره، په دغه پروژه ۲۲،۹ میلیونه ډالر لګښت راځي، چې د جوړولو چارې یې یو روسي شرکت ته سپارل شوي دي.

پراجکټ ډېزاین ایجسنۍ کمپنۍ مشر بوګدان کریچن ډاډ ورکړ، چې د مچلغو برېښنا بند به په ښه کیفیت سره جوړ کړي.
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر منتیاتسکي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال نور روسي پانګه وال هم وهڅول، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجینیر مطیع الله خروتی
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x