خبرونه

په فراه کې د مميزو لس معياري خونې جوړې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت چارواکي وايي، په فراه ولايت کې يې د مميز جوړونې لس معياري خونې جوړې کړې.

د دغې وزارت وياند لطف الله راشد وايي، دغه خونې د ۴،۵ ميلينونه افغانيو په ازښت د ياد وزارت په مالي ملاتړ جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

راشد زياتوي، دغه خونې لس متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري په خبره يې چې د يادو خونو په جوړولو سره به د دغه ولايت اويا سلنه مميز له ضايع کېدو څخه وژغورل شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په دغو خونو کې په ۲۲ ورځو کې انګور په معياري ډول او په لوړ کيفيت په مميزو بدلېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x