افغانستان

جنرال دوستم مغزي سکته کړې

ناتایید شوي راپورونه وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال او جنبش ملي افغانستان ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم باندې مغزي سکته (هیمریج) شوې ده. ویل کېږي چې د ټاکنو د دوو قسمو پایلو او لومړنیو پایلو په اعلان سره د جنرال دوستم نه غبرګون د دې راپورونو د تایید امکان ډېروي.

د ایران رادیو وايي چې  رشید دوستم به د خپلې درملنې لپاره ازبکستان یا ترکيې ته وړل شوی وي. د شنونکو په باور که ټاکنې دویم پړاو ته لاې شي د جنرال دوستم ناروغي به ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ډېره زیانمنه تمامه شي.

رسمي سرچینو تر دې مهاله دا خبر رد او تصدیق کړی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x