خالد رعد
روان ۲۰۱۷ ميلادي کال په داسې حال کې په تيريدو دی چې په ۱۲ مياشتنۍ موده کې يې د امريکايي اشغالګرو او غلامانو لخوا زرګونه حملې او بمبارونه د هيواد په کليو بانډو ترسره شول او سلګونه کليوال، ښځې او ماشومان پکې په شهادت ورسيدل. په تېره بيا چې د ټرمپ له لوري د افغانستان او سيمې اړوند نوې ستراتيژي اعلان شوه، د اشغالګرو په ړندو بمبارونو او وحشيانه چاپو کې لا زياتوالی ليدل کيږي.
په اګست مياشت کې رسنيو راپور ورکړ چې يرغلګرو امريکايانو يوازې په ياده مياشت کې د هيواد په بيلابيلو سيمو ۵۵۵ بمونو ورولي دي، په همدې مياشت کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت یو ویاند بیل سلفن وويل چې د ۲۰۱۷ کال د پیل راپه دېخوا یې ۲۴۰۰ بمونو غورځولي دي.
دغه راز په سپتمبر مياشت کې خبر ورکړل شو، چې ۷۵۱ بمونه د اشغلاګرو له لوري لويدلي، دغه شمېره يوازې د هغو بمونو وه، چې د ائتلافي ځواکونو د مشترکې قومنداني په رهبري غورځول شوي وو.
موږ د دې ټولو بمباريو نتائج مشاهده کړل چې څومره زيان يې طالبانو او يا د دوی په اصطلاح نورو تروريستي ډلو ته اړولی دی. موږ وليدل چې د يادو بمباريو ټول قربانيان ملکي بې دفاع خلک و چې په ځاني زيان سربېره يې ورته له زغمه وتلي مالي زيانونه هم واړول او آن په کندز، اروزګان او فارياب کې خو يې نيم کلي هوار او ډير يې د اور خوراک کړل.
دا يوازې د بمباريو هغه شمېرې دي چې اشغالګرو په خپل وخت رسماً منلې دي او د دوی د ادعا له مخې ګټورې پايلې يې لرلې دي. له دې علاوه د ځينو په اړه يې مطلق انکار کړی او د ډيرو يې يوازې د ژبې په سر معافي غوښتې ده او د کابل د غلامې ادارې سرخيلو خو يې په اړه يا د خوشحالۍ اظهار کړی او يا يې سکوت ښه ګڼلی، آن په هغو بې هدفه بمباريو يې هم پټه خوله بهتره بللې چې د دوی له لوري څو تيروتي ځوانان يې ښکار شوي دي.
د امريکا په قانون کې دفاع وزارت دنده لري چې د خپلو ټولو بهرنيو ماموريتونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د خپل ماموريت شپږ مياشتينی يا د دوی په اصطلاح Semiannual (نيم کلنی) راپور کانګريس ته ورکړي، ياد وزارت څو ورځې وړاندې د روان ۲۰۱۷ عيسوي کال د وروستيو شپږو مياشتو راپور د ENHANCING SECURITY AND STABILITY IN AFGHANISTAN (په افغانستان کې د امنيت او ثبات ټينګښت) تر عنوان لاندې کانګريس ته وړاندې کړ.
دغه راپور چې د ۲۰۱۷ کال د جون له ۱ نه د نومبر تر ۲۴ پورې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د فعاليتونو په هکله ترتيب شوی، د امريکا د دفاع وزارت په رسمي ويب پاڼه نشر شوی دی، په راپور کې د بهرنيو او کورنيو عسکرو نظامي فعاليتونه په مفصله توګه ياد شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ائتلافي ځواکونو او کورنيو ګوډاګيانو يې د هيواد په بيلابيلو برخو کې د جون مياشتې له اولې د نومبر تر ۲۴مې پورې ۲۱۷۵ چاپې وهلې او ۲۶۱ بمبارونه يې کړي دي، چې ډېرې کمې يې د ائتلافي ځواکونو له ملتيا پرته د کورنيو سپيشل فورس عسکرو لخوا ترسره شوې دي.
د راپور په يو تفصيلي پاراګراپ کې ويل شوي چې دغه چاپې او هوايي حملې د دوی په وينا په طالبانو، داعش او نورو تروريستي ډلو انجام شوې او دغه راز پکې ادعا شوې چې ځاني زيان يې هم ورته اړولی دی.
د امريکايي دفاع وزارت د راپور له کتلو وروسته مې الاماره پاڼه کې د دروند ليکوال سيد سعيد د مياشتنيو ليکنو لړۍ (جنګي جنايتونه) وکتل او ومې ليدل چې په تيرو شپږو مياشتو کې چې چا ته د يرغلګرو او ګوډاګيانو لخوا د مال/ځان زيان اوښتی، ټول ملکي وګړي دي. لوستونکي کولی شي چې د يادې لړۍ د نوم په سرچولو سره د اشغالګرو د ماموريت لاسته راوړنې!!؟ د کره او رښتينې منبع له لارې وګوري.
که وپوښتل شي چې دغه هوايي بريدونه او چاپې په کومو ځايونو کې ترسره شوې او د مخالف جهت مالي يا ځاني زيانونه کوم دي؟ د ائتلافيانو په شمول به يې ګوډاګيان يو هم ځواب نشي کړای. د دې سوال ځواب يوازې له بې دفاع او مظلوم ولس سره دی، ملت خبر دی چې د دې چاپو او بمباريو قربانيان څوک دي، څومره دي او ولي دي؟ او په آينده کې به يې د بې ضميره ګوډاګيانو له لاسه څوک ښکار کيږي؟ معلومه خبره ده چې په دې بريدونو کې ٪۹۹ فصده ولسي وګړي تلف کيږي.