fbpx

د حنفی مذهب ټینګښت

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې نه د تابعینو تر زمانې پورې د اجتهاد په مختلفو مرحلو باندې خبرې وکولې او په مینځ کې مو د شیعه ګانو مذهبونه هم یاد کړل او د مذهب په اړه مو یو څو عامو اعتراضونو او نیوکو ته ځوابونه هم وویل او تردې مخکې برخه کې مو د حنفی مذهب د شروع او ودې په مرحله خبرې وکولې د هغې برخې په تعقیب …

د حنفی مذهب د استقرار مرحله

دا مرحله په ۷۱۰ هجري کال کې د امام نسفی (رحمه الله) له وفات نه شروع کیږي او تر نن ورځې پورې روانه ده او د تاریخو په کتابونو کې د مذهب دا مرحله په دریو دورو باندې تقسیم شوې ده په لاندې توګه :

لمړۍ دوره

لمړۍ دوره دا د اومې هجري پېړۍ نه را شروع تر لسمې پېړۍ پورې را ورسېده او پدې دوره کې هم د مذهب مختلف کتابونه را ښکاره شول د مثال په

توګه :

المسانید المنسوبة للامام ابی حنیفه (رحمه الله)

اللباب فی الجمع بین السنة و الکتاب للامام المنجبی (رحمه الله)

نصب الرایة للامام الزیلعي (رحمه الله)

دوهمه دوره

د حنفی مذهب د دریمې مرحلې دوهمه دوره د لسمي هجري پېړۍ نه وروسته شروع کیږي پدې دوره کې د مذهب فقهي متون ولیکل شول چې په دینی درسي نظام کې ویلو او لوستلو ته وړاندې شول دمثال په ډول :

ملتقی الابحر للحلبی (رحمه الله)

تنویر الابصار للتمرتاشي (رحمه الله)

نور الایضاح للشرنبلالی (رحمه الله)

او پدې پسې بله ډله تصنیفات راغلل چې څه شروح او حواشي او تعلیقات پکې وو چې په هغې کې حاشیة ابن عابدین (رحمه الله) ډېره زیاته مشهوره او د اهل علم په وړاندې قبوله شوه چې رد المحتار علی الدر المختار ورته ویل کیږي او پدې حاشیه کې دوه مهم خصوصیتونه دي یو دا چې په دې کتاب کې یې څه داسې قواعد ایښي دی چې له هغې نه انسان کولی شي و پيژني چې په یوه مسئله کې د مذهب معتمده رایه څه شی ده او بل کله چې پدې کتاب کې په کومه مسئله کې اختلاف ذکر کیږي نو راجح مذهب هم په نښه کوي .

او په همدې دوره کې حنفی مذهب له یوې بلې لویې لاس ته راوړنې څخه برخه من شو چې فتاوی الهندیه چې په هند کې د سلطان المسلمین په امر باندې ترتیب او جوړه شوه چې په عامه اصطلاح کې ورته (عالمګیری) ویل کیږي ددې کتاب د تصنیف نه مطلب دا وو چې هغه اقوال او نظریات را ټول کړي چې په مذهب کې معتمد او مفتی به دي .

دریمه دوره

د دیارلسمې هجري پیړۍ څخه وروسته شروع شوه زمونږ تر نن ورځې پورې روانه ده پدې دوره کې د حنفی مذهب یوه لویه لاس ته راوړنه مجلة الاحکام العدلیة ده چې دا یو جامع او ښکلی کتاب دی او ددې کتاب له لیکلو نه مطلب دا وو چې د حنفی مذهب له مسائلو څخه د محکمې یو قانون جوړ کړي چې د معاملاتو په برخه کې فصله کوونکی ، حاکمان ، قاضیان ورته رجوع وکوي پدې کتاب کې د معاملاتو د مسئلې اسانه حلونه په اسانه توګه ځای په ځای شو دي چې یو څوک په اسانه سره کولی شي د هغه له کتنې وروسته په راجح مذهب فیصله وکوي .

د حنفی مذهب اصول

امام ابو حنیفه (رحمه الله) چې کله ددې مذهب د بنیادي قواعدو د کېښودلو شروع کوله نو پدې یوه خپله خبره کې یې ښکاره کړې ده چې د مذهب اصول یې څه دي هغه مبارک فرمایی : زه د الله له کتاب څخه یوه مسئله را اخلم ، چې هلته یې پیدا نه کړم نو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنت را اخلم چې هلته یې هم پیدا نه کړم نو بیا یې د صحابه وو په اقوالو او خبرو کې ګورم د صحابه وو خبرې چې له یو بل څخه بدلې وي نو زه ګورم د یوه صحابي خبره را اخلم چې خوښه مې شي او د بل خبره پرېږدم خو د دوی په خبرو باندې د بل چا خبرې ته بیا ترجیح نه ورکوم او که داسې خبره وي چې د صحابه وو په اقوالو کې یې هم پیدا نه کړم نو چې خبره تابعینو علماوو ته لکه حضرت ابراهیم النخعی ، ابن سیرین ، حسن ، عطاء ، سعید بن المسیب او داسې نور علماء رحمهم الله ته راشي نو هغوی اجتهاد کړی دی نو زه هم اجتهاد کوم لکه دوی چې څنګه کړی دی .

او امام صاحب (رحمه الله) د احادیثو په اړه تر هرچا زیات احتیاط کاوه او هغه مبارک پوهېدو چې د احادیثو مرکز حجاز او مدینه منوره ده زیات صحابه کرام هلته اوسېدل ټوله فضاء په احادیثو او سنتو سره معطره وه نو کوفه ددې امله چې ډېره لرې ده نو دلته ډېرې خبرې د حدیثو په نوم سره یهودو ، شیعه ګانو ، خوارجو مشهورې کړې وې حال دا چې هغه حدیثونه نه وو نو ده مبارک (رحمه الله) به ډېر احتیاط کاوه د حدیث لپاره به چې تر څو پورې پوره معتمد سند نه وو د هغه حدیث نه یې مسئله نه اخیسته او ترڅو پورې به چې حدیث پیدا کېدو نو امام صاحب رحمه الله په رایه کومه قاعده او مسئله نه ده ایښې امام صاحب رحمه الله هلته له خپلې رایې کار اخیستی چې هلته په مسئله کې نه آیت ، نه حدیث ، نه د صحابه وو اقوال موجود وي . نور بيا ان شاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی

المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی

تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة

اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری

سیر اعلام النبلاء للذهبی

تاریخ بغداد للخطیب البغدادی

الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة

اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د