دیني، سیرت او تاریخ

د ېوې کوچنۍ ماشومې په الله جل جلاله کلکه عقيده!

ژباړه: فرمان الله نجرابوال

حاتم الأصم – رحمه الله – یوه ورځ له ملګرو سره ناست و، ملګرو یې د حج د فرېضې په اړه خبرې کولې، حاتم الأصم چې د حج کېسې واورېدې په زړه کې يې د حج د فریضې د اداء کولو مینه پيدا شوه.

حاتم الأصم “رحمه الله” له مجلس خپل کور ته راغی ، خپلې مېرمن او لادو سره یې مشوره وکړه او زیاته یې کړه : ستاسو څنګه خوښه ده چې ستاسو پلار سږکال حج ته لاړ شې؟!

مېرمن او اولادونو یې ځواب ورکړ: ته څنګه حج ته ځې مونږ په کور کې هېڅ خواړه نه لرو؟! چاته مو پرېږدۍ؟! مونږ ته به خوراک څښاک څوک راکوې؟!

د حاتم الأصم یوه کم عمرې کوچنۍ لور ځواب ورکړ : که تاسو می پلار جان ته اجازه وکړئ چې حج ته ولاړ شي نو تاسو یاد وساتئ یوازې الله جل جلاله روزې ورکوونکی دی، د رزق ورکول د هغه جل جلاله په لاس کې دي نو ایا که زمونږ پلار حج ته لاړ شې الله جل جلاله به مونږ ته روزې نه راکوې پر مونږ به د رزق دروازې وتړي؟!

ټولو ورته وویل: ته رښتیا وایې، ټولو ومنله چې حاتم الأصم دې حج ته لاړ شې.

حاتم الأصم خپل سفر پيل کړ، یوازې په کور کې یې د درې ورځو خوراکې توکي پرېښودل او بس ، قافله مخکې روانه ده حاتم الأصم د قافلې شاته روان دی، ځکه ده سره دومره څه مال نه و چې قافلې سره شریک کړې.

قافله روانه وه چې د قافلې لارښود ټپې شو، د قافلې والا خلکو اخوا دېخوا منډې وهلې چې یو ډاکټر پیدا کړې چې د قافلې دلارښود ټپ وګنډي، په همدې وخت کې حاتم الأصم ورغی او د قافلې د لارښود ټپونه یې وګنډل.

د قافلې مشر وویل : په حاتم باندې چې په دې سفر کې څومره لګښت راځې هغه زه ورکوم .

حاتم الأصم د الله جل جلاله ستاینه وکړ او دعاء یې وکړه: ای څښتنه ! لكه څنګه دې زما حالت ښه کړ نو زما د کورنۍ حالت هم ښه کړې ته ورته ښه روزې ورکړې.

د حاتم په کورنۍ درې ورځې تېرې شوې او هغه خوراکي توکي هم مصرف شول کوم چې حاتم پرېښي ول، په څلورمه ورځ د ده کورنۍ وږې شول له سختۍ سره مخ شول دوی په ژړاګانو پیل وکړ چې هغه وړه كم عمره کوچنۍ ماشومه مسکۍ شوه او دوی ته یې وویل ولې ژاړئ!؟

د کورنۍ غړو ورته ځواب ورکړ: اوس په مونږ پورې خاندې! دا ټول ستا له لاسه، که تا مونږ ته قناعت نه وای راکړی اوس به مونږ د ولږې له امله نه ژړل!

ماشومې ځواب ورکړ : زه تاسو ته حیرانه يم چې ولې ژاړئ؟! روزي خوړونکی هغه په سفر تللی دی خو روزې ورکوونکې خو مونږ سره شته نو بیا ولې ژاړئ؟!

په همدې خبرو کې ول چې دروازه وټکېده همدې کوچنۍ ماشومې دروازه خلاصه کړه، ګوري چې یو سړی د څښاک لپاره امير المؤمنين ته اوبه غواړي، ماشومې امیرالمؤمنین ته اوبه ورکړې.

د حاتم مېرمن آسمان ته وکتل او ويې ویل: څښتنه ! بېګاه شپه مونږ په ولږه تېره کړه، او نن امېرالمؤمنین زمونږ دروازې ته ولاړ دی اوبه غواړې.

د حاتم ښځه کوزه له اوبو ډکه وي او ټول لښکر اوبه څښي .

امېرالمؤمنین پوښتنه کوي: داکور د کوم امیر دی؟

وزیر وایې: نه ، بلکې دا د یو صالح سړي کور دی چې نوم یې حاتم الأصم دی.

اميرالمؤمنین: ښه! دا نوم مې آوریدلی دی.

وزير: امیرالمؤمېنه! ما اوریدلي دي، چې حاتم څو ورځې وړاندې د حج د اداینې په لور روان شوی، خو کورنۍ ته یې خوراک څښاک څه نه دي پرېښي.

أمير المؤمنين چې دا خبره واورېده، له خپلې ملا څخه يې قیمتي کمربند خلاص کړ او خپلو ملګرو ته يې هم وويل: که څوک له ماسره مینه لري هغوی دې هم خپل قیمتی کمربندونه خلاص کړي؟!

د امیر المؤمنین په شمول ټولو خپل کمربندونه خلاص کړل او د حاتم کورنۍ ته يې ورکړل.

یو سړی راغی د خاتم له کورنۍ څخه یې وغوښتل چې د دې کمربندونو په بدل کې به دومره خوراکي توکي او نور څه درکړم چې ترڅو تاسو ژوندی یاست ستاسو به بسنه وکړي.

کله چې د حاتم ښځې او اولادونو دا ولیدل چې اوس به هروخت ماړه اوسېږو، پراخي پرې راغله، نو ډېر خوشاله شول، خو هغې وړې کوچنۍ ماشومې په چېغو چېغو ژړل.

کورنۍ له ماشومې پوښتنه وکړه: ولې ژاړې!؟، وګوره الله جل جلاله په مونږ پراخې راوسته.

ماشومې ځواب ورکړ: چې مونږ تېره شپه په لوږه تېره کړه، او د الله جل جلاله له بنده ګانو یو بنده په مونږ باندې نظر وکړ، نو مونږ يې مالداره او شمتن کړو. که الله جل جلاله په مونږ باندې نظر وکړي هغه به لا څنګه وي؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x